کندهار چې له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی او په ډېری ولسوالیو کې یې جګړې زور اخیستی دی، له امله یې د ملکي وګړو مرګ ژوبله او د بې ځایه شویو کورنیو شمېر په زیاتېدو دی.
په دغه ولایت کې تراوسه شاوخوا ۲۷ زره کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي او همداراز په یوه میاشت کې د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته له ښار او ولسوالیو څخه کابو ۵۰۰ ټپیان لېږدول شوي چې ځینو یې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي. د کندهار په میرویس روغتون کې دا مهال زیات شمېر ملکي وګړي تر درملنې لاندې دي.
عبدالرحمن چې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېری دی وايي، ملګري یې د طالبانو لاس ته ورغلي خو هغه یوازې په ټپي حالت کې ځان دغه روغتون رسولی دی.
نوموړی دوه ځله نور هم په جګړه کې ټپي شوی خو وايي چې بیا هم غواړي د جګړي لومړیو لیکو ته ولاړ شي او له هېواده د دفاع لپاره مبارزه وکړي.
د حبیب الله په نوم یو ټپي ماشوم چې د مین په چاودنه کې یې یو لاس له منځه تللی او پر بدن یې ټپونه لیدل کېږي وايي: د هلمند له ګرشک ولسوالۍ څخه لومړی د هلمند ایمرجنسي روغتون او بیا د ښې درملني په موخه د کندهار میرویس روغتون ته راوړل شوی دی.
نوموړی وايي چې د طالبانو پر اېښودل شوي مین وربرابر شوی او یو لاس یې له منځه تللی دی، ځکه نو له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او نور نو د جګړې ټول لوري د افغانانو ژوند ته پام وکړي. په کندهار کې د جګړو په پراختیا سره د ملکي تلفاتو شمېر هم زیات شوی دی.
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون آمر ډاکتر داود فرهاد وايي چې په تېره یوه میاشت کې دغه روغتون ته له ښار او ولسوالیو څخه ۴۹۱ ټپیان وروړل شوي چې ځینې یې مړه شوي دي، یو شمېر تر درملنې وروسته رخصت شوي او ځینې لااوس هم تر درملنې لاندې دي.
ډاکتر فرهاد وايي چې دغه روغتون ته د سویل لویدېځې حوزې ټول ناروغان او د جګړې ټپیان لېږدول کېږي چې دوی یې درملنه کوي.
هغه زیاتوي چې ځينې وختونه روغتون د وینې له کمښت سره مخ کېږي خو د کندهار ځوانان په دغه ډول حالاتو کې ورسره همکاري کوي او ناروغانو ته وینه ورکوي.
ډاکتر فرها وايي: «په تېره یوه میاشت کې میرویس حوزوي روغتون ته ۲۰۳ هغه وګړي راوړل شوي چې په خپل منځني شخړو کې ټپيان شوي وو، همداراز ۱۳۵ د مین، بمباریو او د جګړې له امله ټپي وګړي دغه روغتون ته لېږدول شوي دي، بل لوري ته په کندهار ښار کې د هدفي بریدونو ۱۵۲ ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي چې له دې ډلې ۱۰۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی، په دوی کې ملکي وګړي او پوځیان شامل وو.»
اخوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریس دوست محمد نایاب وايي چې په تېرو اوو میاشتو کې ۲۷ زره کورنۍ بي ځایه شوې چې ځینې کورنۍ د لومړنیو توکو له کمښت سره مخامخ دي.
هغه زیاتوي، دوی هڅه کوي د مرستندویه موسسو په همکارۍ له دغو کورنیو سره د لومړنیو توکو مرستې وکړي.
دوست محمد نایاب وايي: «په تېرو اوو میاشتو کې د کندهار په ولسوالیو کې له یوې سیمې بلې ته او همداراز ۱۶ زره کورنۍ هم کندهار ښار ته کډه شوې دي چې له کابو لس زره کورنیو لپاره د مرستو برابرولو پروګرام لري.» دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ډیری ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او د طالبانو په وینا په لسګونه ولسوالۍ سقوط شوې دي.





