• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د غایب‌ هبت‌االله د فرمانونو پلازمېنه؛ په کندهار کې خلک د کورونو له لوړو کرایو او بیو شکایت لري

۸صبح، کندهار ۸صبح، کندهار
۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1725097320]
8am.media

8am.media

د افغانستان په ښارونو کې د کورونو کمښت او د کرايې لوړوالی د بېلابېلو اقتصادي، ټولنیزو، او سیاسي عواملو له کبله رامنځته شوي چې له کبله یې خلک له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

په تېرو دوو لسیزو کې د حکومتونو له خوا د ښاري جوړښت لپاره د منظم پلان نشتوالی یوه بله ستونزه ده، چې اوس مهال په هېواد کې د بیلابیلو ښارونو خلک د استوګنې له کمښت سره لاس و ګرېوان دي.

کندهار ولایت چې اوس مهال د طالبانو سیاسي او د غایب هبت‌الله پلازمېنه ګڼل کېږي، خلک یې شکایت کوي او په وینا یې، د استوګنې ځایونه نه په کرایه موندل کېږي او نه هم داسې کورونه شته چې دوی یې په نغدو پیسو واخلي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وایي چې ښار ته له لېرې سیمو څخه د خلکو راتګ، په ځانګړې توګه د طالبانو غړي، د پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدل، او د نفوس زیاتوالی هغه لاملونه دي چې په ولایت کې د خلکو لپاره د کورونو د کمښت لامل شوی دی.

د دغه ولایت یو اوسېدونکی، کريم‌الله، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د پخوا په پرتله د کورونو کرايه او قیمتونه ۷۰ سلنه لوړ شوي دي.  هغه زیاته کړه: «په اوسنیو شرایطو کې خلک د کورونو له جدي کمښت سره مخ دي. ډیری خلک نه پوهیږي چې د کرايي کور څنګه پیدا کړي. له لېرې سیمو څخه خلک ښار ته راغلل، له پاکستانه د کډوالو له راستنېدو سره د ټولو کورونو کرايه لوړه شوې ده. یو شمېر  طالب جارواکو په ډېرې لوړې بیې د خپلو ځانونو لپاره کورونه اخیستي دي. اوس د لارښوونې (رهنما) په هر دفتر کې د کورونو بیې د پخوا په پرتله ۷۰ سلنه لوړ شوې دي. خلک په دې برخه کې د ډیرو ستونزو سره مخ دي او اندېښنې لري.»

په ورته وخت کې د کندهار یو شمېر نور اوسېدونکي هم د دغه ولایت په کورونو کې د لوړو کرايو او ملکیتونو له لوړو قیمتونو شکایت کوي او زیاتوي چې ډیری کورونه د طالبانو د غړو له خوا اخیستل شوي دي.

د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی، شريف‌الله، وايي چې د ښار د مهمو برخو په ګډون په شاخوا ټولو سیمو کې د کرايي کورونه نشته چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي. هغه زیاتوي: «که څه هم په دې وروستیو کې یو شمېر سوداګرو پر خپلو ځمکو د استوګنې کورونه جوړ کړي دي، خو لا هم د کورونو د کمښت ستونزه جدي ده او نه ده حل شوې. څو لاملونه لري، چې یو لوی لامل یې دا دی چې د طالبانو ډېرو غړو د عامو خلکو کورونه په پیسو اخیستي او خپل خپلوان یې په دې کورونو کې ځای پر ځای کړي دي. بل لامل د کورونو کمښت دی چې د پخوا څخه د خلکو د اړتیا وړ کورونه نه دي جوړ شوي. په دې وروستیو کې په کندهار ښار کې یو شمېر سوداګرو کورونه جوړ کړل، خو ټول کورونه ډک شوي دي. ځینې کورونه په کرايو نیول شوي او ځینې نور کورونه بیا د خلکو له خوا اخیستل شوي دي.»

محمدظاهر چې د کندهار ښار یو اوسېدونکی دی او د ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، وايي چې په اوسنۍ لوړې کرایې کې د استوګنې کور اخیستلو توان نه لري. هغه چې په ښار کې لاس مزدوري کوي، وايي چې له تېرو اتو کالو راهیسې د ښار په شاوخوا سیمو کې په کرايي کورونو کې اوسیدلی، خو په وینا یې د تېر یو کال راهیسې د ښار څخه لیرې په ارغنداب ولسوالۍ کې اوسېږي. دی زیاتوي: «په ښار کې د استوګنې ځایونو لوړې کرایې زما د وس نه دي، ځکه چې د ښار څخه ولسوالۍ ته مې ګوښه کړی دی او هره ورځ د هغه ځای څخه د کندهار ښار ته د مزدورۍ لپاره راځم.»

نوموړی په دې اړه وویل: «اول خو په ښار کې بیخي کور نه پیدا کېږي، که پیدا هم شي، کرایه یې ډېره لوړه ده. ما دلته ډیر کلونه په کرايي کورونو کې تیر کړل، خو اوس یو کال کېږي چې په ارغنداب کې اوسېږم، دلته مې د زیاتې کرایې ورکولو وس نه درلود. هره ورځ د ارغنداب څخه کندهار ښار ته د مزدورۍ لپاره راځم.»

په ورته وخت کې، ټولنیز فعالان هم په کندهار ښار کې د کورونو کمښت ته د یوې جدي اندیښنې په سترګه ګوري او زیاتوي چې ورځ تر بلې نفوس زیاتېږي او له کبله یې خلک د کورونو د کمښت سره مخ شوي دي.

په کندهار کې یو فعال، سېدسرور (مستعار نوم)، وايي چې د سیاسي بدلونونو وروسته، په کندهار ولایت کې ډېری هغه کورونه چې په تېرو وختونو کې به عامو خلکو په کرایه نیول، ټول د طالبانو د غړو له خوا اخیستل شوي دي.

هغه زیاتوي چې که ملي سوداګر په یاد ولایت کې نوي ښارګوټي جوړ کړي، د خلکو اوسنۍ ستونزه به ورسره حل شي. سېدسرور وویل: «دا یوه اساسي ستونزه ده چې ورځ تر بلې زیاتېږي، ځکه کله چې نفوس زیات شي، د استوګنې ځایونه هم کمېږي. زموږ په ټول ولایت کې اوس مهال هم د استوګنې ځایونه کم دي او هم یې کرایه ډېره لوړه ده. ډېر شمېر کورونه د طالبانو غړو اخیستي دي او په دې کورونو کې اوسېږي، چې دا هم د دې لامل شوی دی چې په ښار کې د کورونو کمښت واقع شي.»

دا نه یوازې کندهار دی چې خلک په کې د کورونو له لوړو کرايو او قیمتونو څخه شکایت کوي؛ بلکې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې خلک له ورته وضعیت سره مخ شوي دي. ډېری د عامو خلکو د استوګنې کورونه د طالبانو د غړو له خوا په لوړو پیسو کرایه یا په دایمي ډول اخیستل شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه؛ د کندهار ولس: د ژوند خوشحالۍ مو رانه اخیستل شوي
ځانګړي

د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه؛ د کندهار ولس: د ژوند خوشحالۍ مو رانه اخیستل شوي

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728709963]
د کندهار-ارزګان ویجاړه لویه لاره؛ ولس: ناروغان مو د لارې په اوږدو کې ژوند بایلي
ځانګړي

د کندهار-ارزګان ویجاړه لویه لاره؛ ولس: ناروغان مو د لارې په اوږدو کې ژوند بایلي

۲۸ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723967768]
په کندهار کې ګرمي او د وطني کولرانو ګرم بازار
ځانګړي

په کندهار کې ګرمي او د وطني کولرانو ګرم بازار

۲۷ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723881447]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.