پر کندهار د طالبانو له واکمنۍ وروسته هم د پخواني حکومت ترافیک پر خپله دنده پاتې دي.
دې ولایت کې د ترافیکو له شتون سره سره ترافیکي بې نظمي زیاته شوې ده. د دغو بې نظمیو او ترافیکي پېښو له کبله په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې له ۹۰۰ زیات ټپیان د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته راوړل شوي دي.
ولي محمد د کندهار حوزوي روغتون کې د ترافیکې پېښې یو ټپي پایواز دی. نوموړی د ترافیکي پېښو لامل د ځانګړو ترافیکي اصولو نه شتون او همدارنګه د خلکو بې احتیاطي یادوي.
ولي محمد وايي، پخواني حکومت به هغه کسان چې میله ځایونو او ښارونو کې یې د بې احتیاطۍ له کبله ترافیکي پېښې کولې، د قانوني سزا سربېره به یې د یادو ټپيانو له انستېزۍ پرته جراحي عملیات کول، چې خلکو به د وېرې له کبله له احتیاطه کار اخیست او ترافیکي اصول به یې په پام کې نیول.
ورته مهال دغه روغتون کې د یو بل ناروغ پایواز محمد هم د خلکو بې احتیاطي د ترافیکو پېښو د زیاتوالي لامل بولي. د نوموړي په خبره، د کورنۍ مشران دې ماشومانو ته موټرسایکل او موټر نه ورکوي، ځکه هغوي له ترافیکو اصولو ناخبره دي او د ځان ترڅنګ نورو ته هم ګڼې ستونزې جوړوي.
د کندهار میرویس روغتون کې د انسجام برخې مسوول وايي، تېرې وږي میاشت کې دغه روغتون ته د ترافیکي پېښو ۹۵۳ ټپيان وروړل شوي، چې دا شمېره د روانې لړم میاشت کې تر دې هم لوړه ده او اوسمهال د یو شمېر ټپيانو حالت نازک دی.
نوموړي د کورنۍ له مشرانو غوښتنه وکړه، چې له ترافیکي اصولو ناخبره ماشومانو ته دې موټر او موټرسایکلونه نه ورکوي.
د میرویس روغتون د انسجام برخې مسوول زیاته کړه: «تر دا مهاله دغه روغتون ته د ترافیکي پېښو ۹۵۳ ټپيان وروړل شوي، چې له دې ډلې یې ۴۰۰ کسان بستر شوي او ۱۸ نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دې ډله کې یو زیات شمېر کم عمره ماشومان دي، چې د بې احتیاطۍ له کبله ټپيان شوي دي.»
په دې تړاو مو هڅه وکړه، چې د ترافیکو له مدیریت سره خبرې وکړو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو د ترافیکي پېښو د کمولو په موخه د هغوي تر لاس لاندې پلان په تړاو پوه شو.
د یادونې وړ ده، چې کندهار کې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې ترافیکو خپل معاشونه ترلاسه کړي نه دي، چې کېدای شي دا چاره هم د ترافیکو بې نظمیو لامل شوې وي.