۸صبح، هرات: د بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله په هرات ښار کې د سړک پر غاړو د کارګرو ماشومانو شمېر زیات شوی او د سرچینو په خبره، ځينې یې شپه د سرپناه او اړینو خوړو د نشتوالي له کبله د دوکانونو، سړکونو او پارکونو تر څنګ سبا کوي.
سرچینو یکشنبه د زمري پر ۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د تېر پرتله د سړک پر غاړه د کارګرو ماشومانو شمېر زیات شوی او ډېر یې د خپلو کورنیو د لګښتونو د پوره کولو لپاره په سړکونو کې لالهانده دي.
د دغو ماشومانو ډېر یې د ښوونځي پر ځای، د توکو پلورلو، د کثافاتو راټولولو یا سوالګرۍ ته مخه کړې څو وکړای شي د کورنۍ لګښتونه برابر کړي.
سرچینې وايي چې دا ماشومان له اړین ملاتړ او پاملرنې برخمن نه دي او د سړک پر غاړه ژوند هغوی د لوږې، ناروغۍ، تاوتریخوالي او نورو ټولنیزو زیانونو سره مخ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه پراخه شوې ده.
ملګرو ملتونو هم په وار وار خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې میلیونونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.





