۸صبح، پروان: پروان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې درې تنه وژل شوي دي.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، په لومړۍ پېښه کې یکشنبه د مرغومي پر ۲۵ دوه وروڼه د پروان د مرکز اړوند خلازایي کلي کې د نښتې له امله مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
دغه نښته د تره د زامنو ترمنځ د ځمکې پر سر شوې ده.
په بله پېښه کې یو کس یکشنبه شپه د مرغومي پر پنځهویشتمه نېټه د پروان د مرکز اړوند «خواجهها» سیمه کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شو.
د سرچینو په وینا دغه کس سید عزیز نومېده او کور ته د تلو پرمهال په ډزو وژل شوی دی.
طالبانو دغه پېښه تایید کړې ده.
د ویلو ده، چې له څو میاشتو راهیسې په پروان ولایت کې جنایي پېښې زیاتې شوې دي. دوې ورځې مخکې په دغه ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول ووژل شو.