۸صبح، پروان: په پروان کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې وسله والو غلو په کابل ښار کې، ددغه ولایت یو اوسېدونکی وژلی دی.
دا پېښه نن سه شنبه د (کب ۱۶مه) د کابل ښار د (بوستان سړک) په سیمه کې شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان (ميلاد) نومېده او د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ، د (ګوزر پايان) د سیمې اوسېدونکى و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له څو مياشتو راهيسې په کابل ښار کې د جنايي پېښو کچه لوړه شوې ده. د راپورونو له مخې، ډېری دغه جنایتونه د طالبانو له نوم او پوځي تجهیزاتو په استفادې ترسره کېږي.
د همدې اوونۍ د یکشنبې په ورځ، وسله والو غلو د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د کاپیسا ولایت یو اوسېدونکی، وواژه او موټر یې له ځانه سره یووړ.