• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په هرات کې د انګورو حاصلاتو ډېروالی؛ بڼوال: بازار یې نه شته او بیه یې ټيټه ده

۸صبح، هرات ۸صبح، هرات
۱۲ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1725284661]
Exclusive

Exclusive

په هرات کې ځايي طالب چارواکي او بڼوال وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو بارانونو لامله د میوو په ځانګړې توګه د انګورو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی.

څو ورځې وړاندې هرات د انګورو، اینځرو او نورو کرنیزو محصولاتو د اتم فیستیوال کوربه و؛ خو بڼوال وايي چې بیه یې ټيټه ده او بازار یې پيکه دی. هغوی بهرنیو هېوادونو ته د هوايي دهلیزونو له لارې د کرنیزو محصولاتو د لېږلو غوښتنه کوي.

محمدعظیم په هرات کې د میوې باغ لري. هغه سږکال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلاتو له ډېرېدو خوشحاله دی؛ خو د مارکیټ له نشتوالي او ټيټه بیه یې سرټکوي. نوموړی وايي که حالت همداسې وي په خبره یې، له باغدارۍ سره به د خلکو لېوالتیا کمه شي.

محمدعظیم وايي: «سږکال د انګورو حاصلاتو له ډېرېدو ډېر خوشحاله یم؛ اوس چې انګور پاخه شوي بڼوال خپل انګور نه شي پلورلی، دا ملا ماتوونکې ده.»

نوموړی زیاتوي: «کله چې انګور پاخه شول، بیه یې ولوېده او په هرات کې یو کیلو انګور له ۲۵ تر ۳۰ افغانیو او ان له هغې په ټيټه بیه پلورل کېږي. موږ اړ یو چې انګور په ټيټه بیه وپلورو؛ ځکه لاس مو بند دی. که حالت همداسې دوام وکړي، زه خپله له باغدارۍ لاس اخلم، ځکه له ګټي یې تاوان ډېر دی.»

فیض‌احمد په هرات کې یو بل باغ لرونکی دی. نوموړی وايي چې د سړو خونو د نشتوالي، د هوايي دهلیز له لارې د نه صادرېدو او له بڼوالو د نه ملاتړ لامله په کورنیو بازارنو کې د انګورو بیه ټيټه شوې ده.

دا بڼوال وايي: «د انګورو د راټولېدو موسم معلوم دی. کله چې انګور پاخه شي، باغ لرونکي یې په یو ځلي توګه د ګارګر پیسو او نورو لګښتونو د پوره کولو لپاره بازار ته وړي. کله چې انګور په یو ځلي ډول بازار ته راووځي، پلورونکی هم اړ دي چې په کمه بیه یې وپلوري.»

فیض‌احمد زیاتوي: «کروندګر اړ دي چې خپل محصول وپلوري. دا چې سړې خونې نه شته، نو موږ اړ یو چې د خرابېدو له وېرې یې په ټيټه بیه وپلورو او که سړې خونې وایې په کمه بیه مو نه پلورل. بله ستونزه دا چې د هوايي دهلیز له لارې صادرات نه شته. که د هوايي دهلیز له لارې صادرات وي، د هرات انګور نړیوال مارکېټ لري. دا چاره هم د انګورو په بیه اغېز لري.»

هرات په افغانستان کې د ډول ډول انګورو په لرلو مشهور دی. ویل کېږي چې په دغه ولایت کې تر ۱۲۰ ډېر ډوله انګور شته. د انګورو تر ټولو لوی باغونه په ګذره، انجیل او پښتون زرغون ولسوالیو کې دي. فخري، لعل، کشمشي، عسکري، پشنګي، حسیني، روچه، لوګي، صاحبي، ابي او مسکي د هرات د انګورو تر ټولو مشهور ډولونه دي.

اقتصادي کارپوهان هم په هرات کې د انګورو لپاره د مناسب بازار د نشتوالي او نرخونو د راټیټېدو اندېښنې تاییدوي.

د هرات پوهنتون استاد احمد سهیل (مستعار نوم) وايي چې طالبان دې کروندګرو او باغ‌لرونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي؛ څو په خبره یې، هغوی وکړای چې په کورنیو او بهرنیو مارکېټونو کې خپل محصولات په مناسبې بیې وپلوري.

ښاغلي سهیل له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «له بده مرغه په افغانستان کې کروندګر او بڼوال زیانمنه طبقه ده او باید دا حالت ودرول شي. کرنیزو محصولاتو ته یوه غوره لار د سړو خونو جوړول دي چې کروندګر وکړای خپل محصولات پکې وساتي. هوايي دهلیز هم د افغانستان میوو په ځانګړې توګه د انګورو صادرولو لپاره اغېزمنه لار ده.»

د هرات پوهنتون دا استاد زیاتوي: «اړتیا ده چې د میوو رسېدو پرمهال پر ټولو وارداتي میوو مالیه لوړه شي، څو بڼوال وکړای شي خپل محصول په ښه بیه وپلوري.»

ورته مهال، په هرات کې د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر محمدنسیم سحر وايي چې سږکال به دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ډېر شوې دي. نوموړی وايي چې د انګورو په حاصلاتو کې د شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ سلنې ډېروالی راغلی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي
خبرونه

اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1759860462]
د ملګرو ملتونو ارزونه؛ افغانستان د سیمې ټيکاو او امنیت ته د ګواښونو بالقوه سرچینه ده
خبرونه

اوچا: د ژمي په نږدې کېدو سره لاهم په هرات کې ۲۵ زره زلزله‌ځپلې کورنۍ سرپناه نه لري

۳۰ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1732110578]
په هرات د زعفرانو نهم فیستوال جوړ شو
خبرونه

په هرات د زعفرانو نهم فیستوال جوړ شو

۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731595150]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.