• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

«سه‌شنبه بازار» او د کندوز ګل‌تپې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې؛ بل بازار نشته

۸صبح، کندوز ۸صبح، کندوز
۲ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1727103607]
8am.media

8am.media

د کندوز ګل‌تپې ولسوالۍ اوسېدونکي په اوونۍ کې یو ځل بازار لري چې خپل اړتیا وړ توکي پکې پېري. د دغې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي هره اوونۍ «سې‌شنبې بازار» ته په تمه وي. د هغوی په خبره، په دې ولسوالۍ کې یوازې یو پخوانی او دودیز بازار چې «سه‌شنبه بازار» نومېږي، شته او په خبره یې، دا بازار څه باندې ۵۰ کاله مخینه لري. د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي له سوداګرو او ځايي طالب چارواکو غواړي چې د ولسوالۍ اوسېدونکو د ستونزو هواري لپاره یو معیاري بازار جوړ کړي چې دایمي هټۍ ولري او هر مهال د لاسرسي وړ وي.

ګل‌تپه کندوز ښار ته نږدې پرته ولسوالۍ ده. دا ولسوالۍ یوازې یو دودیز او پخوانی بازار لري چې ویل کېږي څه باندې ۵۰ کاله مخینه لري او په اوونۍ کې یو ځل په پرانیستي چاپيریال کې خلاصېږي.

د ګل‌تپې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د معیاري او دایمي بازار له نشتوالي شکایت لري. هغوی له سوداګرو غوښتنه وکړه چې په ولسوالۍ کې معیاري پلورنځي جوړ کړي. د هغوی په خبره، له تېرو اوو کالو راهیسې چې دا ولسوالۍ جوړه شوې، هېڅ پرمختیايي او پراختیايي پروګرام پکې پلی شوی نه دی.

د دې ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې «سه‌شنبه بازار» ته خلک د ګل‌تپې له ټولو کلیو او څنګلورو ولسوالۍ خپل توکي راوړي او په دې بازار کې د خلکو ټول اړتیا وړ توکي پېدا کېږي.

د کندوز د ګل‌تپې ولسوالۍ اوسېدونکی خیرمحمد چې هره سه‌شنبه د توکو پېرلو لپاره ورځي، وايي چې په دغه بازار کې د خلکو اړتیا وړ ټول توکي شته او خلک اړ دي چې خپلې اوونیزې اړتیاوې په یوې ورځې کې پوره کړي؛ ځکه په خبره یې، نورې ورځې بازار نه شته. نوموړی زیاتوي: «په دې بازار کې له خوراکي توکو نیولې بیا نور هر څه شته. په بازار کې نقاش [د څارویو بازار] شته، اوړه، غوړي، وریژې او هر څه چې وغواړې پېدا کېږي. کله چې باران وي، د خلکو ټول توکي خرابېږي. په بازار کې خټې وي او راټولې شوې اوبه اورو نه لري.»

8am.media

د ګل‌تپې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی احمدخان وايي چې په بازار کې څه باندې ۳۵۰ لنډمهالې هټۍ شته. د نوموړي په خبره، بازار ته نږدې سیند دی او کله کله په سیند کې اوبه ډېرېږي او بازار ګواښي.

د ګل‌تپې ولسوالۍ دا اوسېدونکی زیاتوي: «بازار ډېر نامنظمه دی او یوازې د سې‌شنبې پر ورځ خلاص وي. موږ غواړو چې د خلکو لپاره معیاري او دایمي بازار جوړ شي چې اسانتیاوې پکې وي.»

د نوموړې ولسوالۍ یو قومي مشر امیرمحمد وايي: «ګل‌تپه یوه ګڼ مېشته ولسوالۍ ده، خو هېڅ ابادي پکې شوې نه ده. غواړو چې د خلکو لپاره یو معیاري بازار جوړ شي. د بازار جوړېدو لپاره ډېرې ځمکې شته او دلته یوه ولسوالۍ ده؛ باید د نورو ولسوالیو په څېر پام ورته وشي.»

اخوا، په دې ولسوالۍ کې ځايي طالب چارواکي وايي چې «سه‌شنبه بازار» د خلکو پر ملکیتونو جوړېږي. هغوی وايي چې د دغې ولسوالۍ شاوخوا دولتي ځمکې دي او که پانګوال وغواړي معیاري بازار جوړ کړي، کولای شي دولتي ځمکې وپېري او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره پانګونه وکړي.

د یادونې ده چې په ګل‌تپې ولسوالۍ کې «سه‌شنبه بازار» د کندوز یو نامي بازار ګڼل کېږي چې نه یوازې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي بلکې د نورو ولسوالیو او ان د کندوز د مرکز او څنګلورو ولایتونو اوسېدونکي هم د توکو پېرلو لپاره ورځي.

ګل‌تپه ولسوالۍ اووه کاله وړاندې جوړه شوه. ویل کېږي چې هغه مهال د ولسوالۍ له ودانۍ او شاوخوا سیمو پرته یې نورې سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې وې. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د جګړو او امنیت نشتوالي لامله د برېښنا، صحي اوبو، منظمو سړکونو او له نورو اسانتیاو بې برخې دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې زیربناوې جوړې او خلکو ته چوپړتیاوې برابرې کړي. د هغوی په خبره، طالبانو د مخکېني حکومت پر مهال له خلکو او د هغوی له کورونه د دفاعي ډال په توګه کار اخیسته او په دې ولسوالۍ کې ځينو خلکو سرپناه، اوبه او ډوډۍ ورکوله؛ خو په خبره یې، اوس له پامه لوېدلي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په کندوز کې د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی؛ بڼوال: د پلور لپاره یې مارکېټ نه شته
راپورونه

په کندوز کې د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی؛ بڼوال: د پلور لپاره یې مارکېټ نه شته

۱ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1727018964]
په کندوز کې د خټکیو حاصلات او د کروندګرو ننګونې
راپورونه

په کندوز کې د خټکیو حاصلات او د کروندګرو ننګونې

۲ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1721747751]
په کندوز کې ځينې کروندګر: د طالبانو له خوا له جبري عشر او زکات ټولولو په تنګ یو
راپورونه

په کندوز کې ځينې کروندګر: د طالبانو له خوا له جبري عشر او زکات ټولولو په تنګ یو

۲۲ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴ [t_time:1718115882]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.