۸صبح، غور: په غور کې سرچینې وايي چې په تېر حکومت کې د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر ډګروال عبدالله رحیمي تېر ماښام د خپلې استوګنې په سیمه کې ترور شوی دی.
دغو سرچینو یکشنبه د چنګاښ پر ۲۱مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دغه کس خپل کور ته په نږدې جومات کې د ماښام د لمانځه د ادا کولو پر مهال ترور شوی دی.
د معلوماتو له مخې، هغه یو پخوانی جهادي قوماندان و، د غور ولایت د ملي امنیت د مرستیال په توګه یې د کار مخینه لرله او وروستۍ دنده یې د دغه ولایت د تیورې ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر په توګه ترسره کړې وه.
د سرچینو په وینا، هغه د ډاکټر ابراهیم ملکزاده له قوماندانانو و، چې په غور ولایت کې د جمعیت اسلامي ګوند له پخوانیو مخورو څېرو ګڼل کېده او شاوخوا اته کاله وړاندې مړ شو.
ویل کېږي چې هغه شخصي دښمني لرله، خو سرچینو وویل چې د هغه ترور د شخصي دښمنانو کار نه شي کېدای؛ ځکه د روان لمریز کال له پیل راهیسې دا د تېر حکومت درېیم امنیتي مسوول دی چې په تیوره ولسوالۍ کې ترور کېږي.
بلخوا، د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له خوا د عمومي بښنې له اعلان سره سره، د طالب جنګیالیو له خوا د تېر حکومت د امنیتي او پوځي منسوبینو د نیولو، شکنجه کولو او صحرايي وژنو په لسګونو پېښې راپور شوي دي.





