د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د راپور له مخې، په افغانستان کې د روان میلادي کال په اوږدو کې د کوکنارو د کښت ساحه د تېر کال پرتله ۳۳۰ سلنه زیاته شوې او له شاوخوا ۱۰ زرو هکټارو څخه څه باندې ۴۳ زرو هکټارو ته رسېدلې ده. دغه راز، د تریاکو تولید د تېر کال پرتله ۴۰۰ سلنه زیات شوی او نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
د دا ډول راپورونو پر وړاندې د طالبانو دریځ له مخکې څرګند دی: بشپړ رد او انکار؛ ان که د راپور چمتوکوونکی یو معتبر نړیوال بنسټ هم وي چې په چارو کې یې د «بېپرېتوب» اصل په پام کې نیولی وي. تجربې ښودلې چې کله هم یو راپور د طالبانو له کمزوریو پرده پورته کړي، بې له ځنډه یې ردوي او د راپور چمتوکوونکی بنسټ هم پر لاسوهنې او د ځانګړو هېوادونو پر لارښوونې تورنوي؛ خو هغه راپورونه چې د طالبانو له غوښتنو او خوښې سره سم وي، بشپړ یې مني او ان د راپور له چمتوکوونکي بنسټه هم مننه کوي.
دلته بیا روسیې په عامه اصطلاح، له طالبانو هم ډېره خواخوږي ښودلې؛ یعنې نه یوازې یې په ښکاره د طالبانو له دریځه ملاتړ کړی، بلکې د ملګرو ملتونو راپور یې هم «نامتوازن» او «د سیاسي تبلیغاتو فرمایشي راپور» بللی دی: «د سیاسي او تبلیغاتي فرمایشي مطالبو چمتو کول له دغې مبارزې سره مرسته نه کوي.» د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د طالبانو رژیم د نشهيي توکو د تولیدي کارخونو د له منځه وړلو په برخه کې جدي دی او د همدې موخې لپاره هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې عملیات کوي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راپور ردول، هغه هم د دغه سازمان د امنیت شورا د یوه دایمي غړي له خوا، بې شکه د غور وړ موضوع ده؛ په ځانګړې توګه چې کله له داسې یوه رژیمه دفاع کېږي چې په ملګرو ملتونو کې رسمي ځای او مقام نه لري او تمه هم نه کېږي چې دا سازمان به یې په رسمیت وپېژني. مهمه دا چې یوازې روسیې د راپور له محتوا سره مخالفت کړی؛ هغه چې په نږدې تېر کې پاکستان کاوه چې ښکاري اوس یې دا ماموریت مسکو ته سپارلی دی. نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو غړو بیا چوپتیا غوره کړې ده. د نورو هېوادونو له دریځه ښکاري چې چوپتیا یې د راپور له محتوا سره د رضایت په مانا ده، نه مخالفت. پر دغه بنسټ، روسیه د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه، د طالبانو د دفاع په ډګر کې یوازې ده او د ملګرو ملتونو هېڅ بل غړي ورسره ملتیا نه ده کړې. دا کرملین ته د ګټې پر ځای زیان دی؛ هغه هم د داسې رژیم د خوشحالولو لپاره چې لا یې د نړیوالې ټولنې د رسمیت پېژندلو شرایط نه دي پوره کړي.
د روسیې وروستی دریځ، لوستونکي ته پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه د هند دریځ وریادوي؛ د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د کړکېچ له پیله تر اوسه ټولو هېوادونو د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د بریدونو په اړه چوپتیا غوره کړې؛ خو یوازې نوې ډیلي د طالبانو په ملاتړ او د اسلاماباد پر ضد اعلامیه ورکړې ده. البته، دا هم تر ډېره له پاکستان سره د هند د دوښمنۍ له امله دی، نه دا چې د طالبانو له کړنو دې ښکاره ملاتړی وي. اوس مسکو هم د نوي ډیلي پر پل، پل ږدي؛ البته، دا تر ډېره د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په اړه دی.
کله چې مسکو د طالبانو دفاع ته رادانګي، هغه هم د ملګرو ملتونو د راپور پر وړاندې، ښايي له ځینو مجبوریتونو سره مخ وي یا خپلې ګټې ویني؛ کنه، نه غواړي په یوازې سر د طالبانو د ملاتړي په توګه وپېژندل شي. روسیه له نږدې دوو کالو راهیسې له یوه ترسره شوي عمل سره مخ ده: د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندل. اوس چې روسیې خپل وروستی غشی هم توغولی، داسې ښکاري چې د شاتګ لپاره بل انتخاب نه لري. کله چې یو هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت پېژني، اړینه ده چې کړنې یې هم وستايي؛ که لږ تر لږه په ځانګړو برخو کې هم وي. پر همدغه بنسټ، روسیه د دې لپاره چې له طالبانو سره رسمي اړیکې د توجیه وړ وښيي، مجبوره ده په ځینو برخو کې یې مثبت انځور وړاندې کړي؛ لکه د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه کې چې قاچاق یې د مسکو او منځنۍ اسیا د جمهوریتونو لپاره جدي اندېښنه ده.
د مسکو په اند، که طالبان د کوکنارو او تریاکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ناکام پاتې هم راغلې وي، اغېزمنه لار یې د طالبانو په هڅولو کې نغښتې، نه دا چې نیمګړتیاوې یې برجسته شي. دا هم د طالبانو رژیم د رسمیت پېژندلو او د رسمي اړیکو د ټینګولو غوښتنه ده. د مسکو لپاره مهمه نه ده چې د «هڅونې تګلارې» اغېزمنتیا به کله څرګنده شي. همدارنګه، که دا تګلاره پایله ورنه کړي، د «فشار راوړلو» تګلارې ته به مخه کړي که نه.
له روسیې ورهاخوا، د ملګرو ملتونو راپور د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو ادعاوې که بشپړې بې اغېزې نه کړې، له جدي ننګونې سره یې مخ کړې دي. طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کالو کې ادعا کړې چې د کوکنارو او تریاکو پر وړاندې مبارزې برخه کې څرګنده او بریالۍ کارنامه لري. ملګرو ملتونو هم په خپلو مخکېنیو راپورونو کې د طالبانو ادعاوې نه دي رد کړې، که څه هم په څرګنده یې تایید کړې هم نه دي. ځینو نورو لوېدیځو بنسټونو هم وخت ناوخت په دې اړه د طالبانو د یو څه بریالیو هڅو یادونه کړې ده. ځینو هېوادونو هم هڅه کړې چې له سخت دریځ څخه ډډه وکړي او طالبان خوشحاله کړي. د دغه راپور په خپرېدو طالبان نږدې بېوسلې شوي؛ په دې مانا چې نور داسې برخه او ډګر پاتې نه دی چې طالبان د بریا ادعا وکړي او د روسیې په څېر هېوادونه یې هم دفاع ته راوړاندې شي.






