۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې وايي چې د چمن – سپین بولدک سوداګریزې لارې په تړل کېدو، په چمن کې د خلکو اقتصادي وضعیت ترینګلی شوی او په دغه ښار کې د ځوانانو د وژلو او غلاوو پېښې ډېرې شوې دي.
سرچینو شنبه د لړم پر ۲۳مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ادعا کړې چې په وروستیو ورځو کې په هرو دوو درېیو ورځو کې په دغه ښار کې د وسلهوالو غلو له خوا یو ځوان وژل کېږي.
د سرچینو په خبره، پنځه ورځې مخکې یو ځوان په «ځنګل» سیمه، درې ورځې مخکې یو ځوان په «توبه کاکړ» سیمه او پرون د نعمتالله په نوم یو ځوان په «توبه اڅکزي» سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینو زیاته کړې چې د سوداګریزو لارو په تړل کېدو، په چمن کې راکړه ورکړه درېدلې او د خلکو اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.
دغه راز د غلاوو پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي او د سیمې اوسېدونکي د امنیت له نشتوالي شکایت لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته د کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو ستونزې ډېرې شوې دي.






