د کابل ښار د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د کوڅهډبه سپیو د شمېر له زیاتوالي څخه اندېښنه څرګندوي. د دوی په خبره، دغو سپیو د ښار په کوڅو او سړکونو کې په ځانګړي ډول د شپې او سهار مهال، د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی.
د کابل ښار د چهلستون سیمې اوسېدونکی عثمان (مستعار نوم) وایي : «په دې سیمه کې د کوڅهډبو سپیو شمېر په څرګند ډول زیات شوی او تر اوسه یې پر څو کسانو برید کړې دی. د دغو کسانو یو شمېر یې ان د واکسین د لګښت د ورکولو توان هم نه لری. یوازې په دې سیمه کې د سپیو د داړلو لسګونه پېښې رامنځته شوې دي. کوڅهډبه سپي په موټرسایکل او بایسکل چلوونکو پسې منډې وهي او ان پر موټرو هم په ډلهییز ډول بریدونه کوي. د دغو سپیو شمېر دومره زیات شوی چې اوس یوازې په کوڅو او فرعي لارو کې نه، بلکې پر عمومي سړکونو هم لیدل کېږي. موږ له ډیرو ستونزو سره مخ یو. ان په هغو پارکونو کې هم کوڅهډبه سپي شته چې خلک د تفریح او ورزش لپاره ورځي او د ښاریانو تګ راتګ یې له ستونزو سره مخ کړدی دی.»
د چهلستون دا اوسېدونکی زیاتوي: «واکسین ته لاسرسی ډېر محدود دی او که وموندل هم شي، نو لګښت یې لوړ دی. سربېره پر دې، ډېری خلک د سپي د داړلو له خطرونو پوره خبر نه دي او فکر کوي چې دا یوه عادي پېښه ده؛ په داسې حال کې چې د سپي داړل جدي پایلې لرلی شي. څه موده مخکې مو یو کس پېژانده چې د سپي د داړلو له امله یې ژوند له لاسه ورکړ. د کوڅهډبو سپیو ستونزه یوازې د چهلستون تر سیمې محدوده نه ده، بلکې د کابل ښار په ګڼو نورو سیمو، لکه سرکوتل، ارزانقیمت، دارالامان او لسمه ناحیه کې هم په پراخ شمېر کې لیدل کېږی او ان د ښار په مهمو برخو کې هم شته.»
ورته مهال د کابل ښار د سرسبزۍ سیمې اوسېدونکی عمر (مستعار نوم) هم په دې سیمه کې د کوڅهډبو سپیو د شمېر له زیاتوالي اندېښنه څرګندوی. د هغه په خبره، دغو سپیو څو ځله پر خلکو بریدونه کړي دي. نوموړی وایي، که څه هم نارینه تر یوه بریده د دغو سپیو پر وړاندې له ځانه دفاع کولای شی، خو تر ډېره ښځې او ماشومان له ګواښ سره مخ دي. د هغه په خبره، له همدې امله د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د تګ راتګ پر مهال له ځان سره لرګي وړي؛ ځکه سپي کله ناکله په ډلهییز ډول پر خلکو برید کوي.
هغه زیاتوي: «تر اوسه څو کسان د سپیو له بریدونو سره مخ شوي دي، چې ډېری یې د واکسین د لګښت ورکولو توان نه لري. د شپې پر مهال سپي په ټولو سړکونو او پلې لارو کې ګرځي او د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کوي. د تېر حکومت پر مهال به ښاروالۍ کوڅهډبه سپي راټولول او د هغوی شمېر کم شوی و؛ خو اوس د دې حالت د کنټرول لپاره هېڅ ډول پروګرام نه شته او د سپیو شمېر ورځ تر بلې د ډیریدو په حال کې دی.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی ندیم وایي: «سهار وختي د کوټهسنګي په سیمه کې وم چې شاوخوا ۱۰ کوڅهډبو سپیو راباندې برید وکړ او ان موټر ته د پورته کیدو فرصت یې هم را نه کړ. پخوا ښاروالۍ د کوڅهډبو سپیو د راټولولو لپاره یو پروګرام درلود چې له امله یې د دغو سپیو شمېر کم شوی و.»
د کابل ښار د پادشاه پل د بنایي سیمې اوسېدونکی شکور (مستعار نوم) هم په دې سیمه کې د کوڅهډبو سپیو د شمېر له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي. د هغه په خبره، د دغو کوڅه ډبو سپیو پراخ شتون د سیمې د اوسېدونکو تګ راتګ، په ځانګړي ډول له ماښام وروسته، له ستونزو سره مخ کړی او خلک نه شي کولای په ډاډه زړه له خپلو کورونو بهر ووځي.
هغه وایي: «په دې سیمه کې د کوڅهډبو سپیو شمېر ډېر زیات شوی او خلک له ستونزو سره مخ دي. له ماښام وروسته څوک په اسانۍ په کوڅو او سړکونو کې تګ راتګ نه شي کولای؛ ځکه د تېرېدو پر مهال د سپیو د برید او داړلو وېره شته. تر اوسه د مسوولانو له خوا زموږ سیمې ته د دغو سپیو د راټولولو لپاره څوک نه دي راغلي. له هغوۍ غواړو چې دې ستونزې ته پام وکړي او د هواري لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی غفار د مارکېټ په سیمه کې د کوڅهډبو سپیو له زیاتوالي شکایت لري. هغه وایي، دغو سپیو په ځانګړي ډول د شپې ناوخته، د سیمې د اوسېدونکو لپاره ستونزې او اندېښنې رامنځته کړې دي.
غفار وایي: «موږ د سپیو له لاسه رښتیا هم په تنګ راغلي یو. زه د شپې ناوخته له هغه هوټل څخه چې په کې کار کوم، پر بایسکل کور ته ستنېږم. د مارکېټ سیمې په لاره کې ډېر سپي شته او د لارې په ګڼو برخو کې راپسې منډې وهي. یوه شپه چې ناوخته له دې لارې تېرېدم، سره له دې چې په تېزۍ مې بایسکل چلاوه، یو سپي وداړلم او د هغه ټپ نښه لا هم پاتې ده. اوس اړ یم چې هره شپه له ځان سره لرګی واخلم، څو د سپیو له بریدونو خوندي پاتې شم. لنډه دا چې په دې سیمه کې ژوند له ګڼو ستونزو سره مل شوې دی؛ له بېکارۍ او بېوزلۍ نیولې، تر دوړو، د لارو بندښت، شور ماشور او غلاوو پورې. اوس د کوڅهډبو سپیو د شمېر زیاتوالی هم پر دغو ستونزو ورزیات شوی دی. له طالبانو غواړو چې د دې حالت د کنټرول لپاره یو څه وکړي او د سیمې د اوسېدونکو امنیت تامین کړي.»
د یادونې وړ ده چې کوڅهډبه سپي د بېلابېلو ناروغیو اصلی لېږدوونکو ګڼل کېږي. له همدې امله، ډاکټران سپارښتنه کوي چې دغه سپي باید راټول او له ښاري سیمو لرې ځایونو ته ولېږدول شي.






