۸صبح کابل: سرچینې وايي، طالبانو بهرنیو وګړو ته امر کړی چې افغانستان ته د سفر پر مهال د دې ډلې ټول قوانین مراعات کړي.
په هغی خبرتیا کې چې پنجشنبه د لړم پر ۲۱مه، ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې، له بهرنیو وګړو غوښتل شوي چې د خپل جنسیت له مخې ژباړونکی وګوماري.
د دې امر له مخې، بهرني نارینه باید نارینه او بهرنیانې ښځې باید ښځینه ژباړونکې وګوماري.
طالبانو په دې خبرتیا کې له بهرنیو وګړو غوښتي چې د دې ډلې د قوانینو له مخې حجاب هم مراعات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان ښځو پر تګراتګ پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې د زدهکړو، لوړو زدهکړو او کار په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي.
اوس دا ډله هڅه کوي چې خپل قوانین او محدودیتونه پر بهرنیو وګړو هم پلي کړي.






