• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د تولید زیاتېدل او د بیو راټېټېدل، په سمنګان کې د خټکیو بازار سوړ شوی

۸صبح ۸صبح
۲۷ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784370790]

 

په سمنګان ولایت کې د خټکیو یو شمېر کروندګر او پلورونکي په روان کال کې د دغه محصول د بازار له ځوړ او خرابوالي شکایت کوي. دوی وايي، سره له دې چې د خټکیو حاصلات زیات شوي، خو د تقاضا کموالی او د بیو راټیټېدل د دې لامل شوي چې خپل محصولات په مناسبه بیه ونه شي پلورلای. د دوی په وینا، د خټکیو د بیې راټېټېدل د دې لامل شوي چې د دغه محصول له پلوره ترلاسه کېدونکي عواید ان د کښت، راټولولو او لېږدولو لګښتونه هم نه پوره کوي. دا کروندګر زیاتوي چې د معیاري سړخونو نشتوالي هم د دوی ستونزې زیاتې کړې دي؛ ځکه اړ دي چې خپل حاصلات تر خرابېدو وړاندې په ټیټه بیه بازار ته وړاندې کړي. دوی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د دغه وضعیت دوام ورته درانده مالي زیانونه اړولي دي. دغه کروندګر او پلورونکي له طالبانو غواړي چې د معیاري سړوخونو په جوړولو، د کورنیو بازارونو په برابرولو او د صادراتو د کچې په پراخولو سره د دوی د نورو زیانونو مخه ونیسي.

«لیلام دي، په تاوان دي، د نی د پاڼې خټکي او د حضرت سلیمان خټکي دي؛ او بې خبره راشه یویې‌ سه!» دا یو له هغو سلګونو غږونو دی چې هره ورځ د سمنګان د خټکیو د پلورونکو په بازار کې د لارویانو پام ځان ته وراړوي. کروندګر او پلورونکي د داسې شعارونو په ورکولو سره هڅه کوي پېرودونکي پیدا کړي او هغه حاصلات وپلوري چې میاشتې میاشتې یې د پاللو لپاره زیار ګاللی دی.

د دغو کروندګرو له ډلې یو هم کروندګر آغا رضا (مستعار نوم) دی چې د سمنګان په بازار کې یې د لسګونو نورو پلورونکو ترڅنګ خټکي د پلورلو لپاره اېښي دي. هغه په داسې حال کې چې په لوړ غږ پېرېدونکي وربولي، د بازار له خرابوالي او د دغه محصول د پلور د ګټې له کموالي شکایت کوي.

دغه کروندګر وايي: «په همدې خټکیو کې ۲۰ افغانۍ ګټه هم نه کوو، سره له دې چې د خټکیو فصل دی. له سهاره تر ماښامه کښېنو، ښایي یوازې ۱۰ افغانۍ ګټه پاتې شي. کله چې له یو من خټکیو ۵۰ افغانۍ ګټه پاتې نه شي، هېڅ شی په لاس نه راځي. همدا ۱۰ افغانۍ ګټه هم موږ ته نه رارسېږي؛ ځکه خټکي مو په لوړ لګښت راوړي دي. موږ من په ۵۰ افغانۍ پلورو، خو خدای شاهد دی چې بیا هم تاوان کوو. وګورئ، لا هم د سبا لپاره زما خټکي پاتې دي او ټول خټکي نه دي پلورل شوي.»

کروندګر آغا رضا زیاتوي چې د لېږد رالېږد د ځینو لارو تړل کېدو هم د دغه محصول پر بازار ناوړه اغېز کړی دی. هغه وايي: «که سالنګ خلاص وی، ټېلرونو کولای شول خټکي د جلال اباد په ګډون نورو سیمو ته ولېږدوي؛ خو اوس زموږ بازار محدود شوی دی.»

د خټکیو بل پلورونکی شمس‌الله (مستعار نوم)، هم د خپلو محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي. هغه وايي که د دغو محصولاتو یوه برخه د ایران او قزاقستان په څېر بهرنیو بازارونو ته لاره نه وای پيدا کړې، د خټکیو بیه به تر دې هم ډېره راټیټه شوې وه.

دغه پلورونکی وايي: «موږ خټکي له مالکانو اخلو، خو باور وکړئ چې ډېره ګټه نه لري. لا هم شکر دی چې دا محصولات د قزاقستان او ایران لوري ته ځي؛ که نه، بیه به یې نوره هم راښکته شوې وای. موږ یو ځل محصولات دغو هېوادونو ته واستول او هلته یې ګټه وکړه، خو په هېواد کې یې یوازې پر پلورلو یې ګوزاره کوو. ډېری وخت دا محصولات په تاوان پلورو؛ ځکه خلک یې د اخیستلو توان نه لري. موږ یې ګران اخلو او مجبوره یو چې ارزانه یې وپلورو.»

د خټکیو بل پلورونکی صدیق وايي چې د مناسب بازار د نشتوالي له امله ان په ۵۰ افغانیو د یو من خټکیو پلورل هم ورته ستونزمن شوي دي. هغه زیاتوي چې د تقاضا کموالی او د پلور د بازارونو محدودیت د دې لامل شوی چې ډېری پلورونکي خپل محصولات په تاوان سره بازار ته وړاندې کړي.

 صدیق له طالبانو غواړي چې د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د خټکیو لپاره کورني او بهرني بازارونه برابر کړي او د دغه محصول د صادراتو زمینه پراخه کړي. هغه وايي: «لارې بندې دي او محصولات بهر ته نه لېږدول کېږي. سږ کال بارانونه زیات شول او ږلۍ او سېلاوبونو د خټکیو یوه برخه خرابه کړه. څه موده وړاندې بیې ډېرې ټیټې وې، اوس یو څه ښې شوې دي؛ ځکه بازار ته د راوړل کېدونکو خټکیو کچه کمه شوې ده.»

په همدې حال کې، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د کرنې په برخه کې د پلان نشتوالی، کمزوری بازارموندنه، د معیاري سړخونو کمښت او په یوځلي توګه بازار ته د کرنیزو محصولاتو وړاندې کول د خټکیو د بیې د راټیټېدو او د کروندګرو د زیانمنېدو اصلي لاملونه دي.

د اقتصادي چارو کارپوه عیدالنصیر رښتیا وايي چې د افغانستان د کرنې سکتور یوه بنسټیزه ستونزه د تولیدوونکو او بازار ترمنځ د همغږۍ نشتوالی دی. هغه ټینګار کوي چې د طالبانو د کرنې وزارت باید له کروندګرو سره همغږي وکړي او څرګنده کړي چې کورنی بازار څومره خټکیو ته اړتیا لري او د دغه محصول څومره برخه باید د صادراتو لپاره تولید شي.

ښاغلی رښتیا زیاتوي: «په افغانستان کې معمولاً کله چې یو محصول ګټور وي، ټول خلک د هماغه محصول کښت ته مخه کوي؛ خو کښت باید د بازار د اړتیا او یو مشخص پلان له مخې ترسره شي. که بې پلانه مخکې لاړ شو، کروندګرو ته به نور زیانونه هم ورسېږي.» هغه دغه راز ټینګار کوي چې طالبان باید د کورنیو محصولاتو د بازارموندنې او د بهرنیو بازارونو د موندلو لپاره هڅې وکړي؛ ځکه مناسب بازار ته له لاسرسي پرته د تولید زیاتوالی د بیو د کموالي او د تولیدوونکو د زیانمنېدو لامل کېږي.

خټکی د سمنګان په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له مهمو کرنیزو محصولاتو ګڼل کېږي او هر کال د حاصلاتو په فصل کې د دغه ولایت ګڼ کروندګر د هغو تولید او پلورلو ته مخه کوي. له دې سره سره، د کښت د تنظیم لپاره د منظم پلان نشتوالی، د معیاري سړوخونو کمښت، د پلور د بازارونو محدودیت او د محصولاتو د لېږد ستونزې د کروندګرو پر وړاندې لویې ننګونې بلل کېږي.

کروندګر وايي، په هغو کلونو کې چې د تولید کچه لوړېږي، د بازار د جذب د وړتیا نشتوالی د بیو د خورا راټیټېدو لامل ګرځي او دوی ناچاره کېږي چې خپل محصولات په ډېره ټیټه بیه وپلوري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ګوټرېش راپور؛ بشري ناورین لاپسې زیات شوی او  د طالبانو ځپونکي تګلاره لا سخته شوې
بهرني خبرونه

ګوتېرېش د څه باندې ۱۰۰ کډوالو تر ډوبېدو وروسته د کډوالۍ لپاره د خوندي لارو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791831090]
ټرمپ د امریکا د مشرانو جرګې له خوا د جګړې د صلاحیتونو د پرېکړه لیک تصویب «بې‌وخته او بې‌مانا» وباله
بهرني خبرونه

ټرمپ له روسیې سره د ډیزلو تېلو د برابرولو هوکړه «سم انتخاب» بللی

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791826700]
په پروان کې د ۱۳ کارګرو نیول؛ له ۲۶ ورځو راهیسې یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته
خبرونه

په پروان کې د ۱۳ کارګرو نیول؛ له ۲۶ ورځو راهیسې یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791823939]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.