۸صبح، کابل: د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) خبر ورکړی چې په افغانستان کې د بیاځواکمنتیا له پنځو مرکزونو ملاتړ کوي او دا مرکزونه معلولیت لرونکو وګړو ته خدمات وړاندې کوي.
نوموړي بنسټ یکشنبه د تلې پر ۱۲مه ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر جون پورې د دغو مرکزونو له خدماتو او مرستو څه باندې ۱۰۵ زره معلولیت لرونکي وګړي برخمن شوي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وروستیو کالو کې د افغانستان د بیاځواکمنتیا له مرکزونو ملاتړ کړی دی.
دا مرکزونه معلولیت لرونکو وګړو لکه هغوی چې د جګړو، پېښو او ناروغیو له کبله معلول شوي، د بیاځواکمنتیا، فیزیوتراپۍ او نورو مرستندویه توکو خدمات وړاندې کوي.





