۸صبح، هلمند: په هلمند کې سرچینې وايي چې تېره شپه د فراه ولايت د بکوا ولسوالۍ پر پوله یو هلمندی ځوان وسله والو غلو په چاقو وهلی او وژلی دی.
سرچینو چهارشنبه، د وږي پر ۱۸مه، ۸صبح ته ویلي چې دغه ۳۰ کلن ځوان د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اصلي اوسېدونکی و.
د معلوماتو له مخې، دغه ځوان په بکوا ولسوالۍ کې د غوړیو په یوه دوکان کې کار کاوه او د خپل کار په ځای کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د بکوا ولسوالۍ د «ودود بازار» په نوم سیمه کې شوې او غلو ترې ۵۰۰ زره افغانۍ هم له ځان سره وړي دي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو له لوري د ټول هېواد د امنیت د ټینګښت له ادعاوو سره سره، شمېرې ښيي چې په افغانستان کې وسله والې غلاوې، وژنې او د خلکو نادرکه کېدل زیات شوي دي





