۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې نامعلومو وسلهوالو په دغه ولایت کې یو ځوان وژلی دی.
سرچینو یکشنبه د تلې پر ۱۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا ځوان اسماعیل نومېده او نن سهار د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې په ډزو وژل شوی دی.
سرچینې وايي چې دا ځوان د دره نور ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی او موټروان و.
تر اوسه د پېښې د لامل په اړه معلومات نه شته.
د یادونې ده چې څو ورځې مخکې هم په دغه ولایت کې غلو یو ځوان وژلی و.





