۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې غلو یو ځوان وژلی دی.
سرچینو پنجشنبه د تلې پر ۱۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا ځوان سلطان نومېده او نن سهار د جلالاباد ښار د اتمې ناحیې اړوند په «دامان» سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینې وايي چې دا ځوان د چړو په ګوزارونو وژل شوی او موټر سایکل یې ترې وړل شوی دی.
د سرچینو په خبره، دا پېښه د طالبانو یوې امنیتي پوستې ته نږدې شوې او طالبان هم د عاملانو په نیولو کې پاتې راغلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځينو سیمو کې جنايي پېښې او وسله والې غلاوې زیاتې شوې دي.





