۸صبح، کابل: غزني ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دوو جلا پېښو کې یو تن وژل او یو بل کس بېدرکه شوی دی.
ځایي سرچینې وایي، چې د یوه ځوان مړی جمعه ماسپښین د سلواغې پر ۱۴ نېټه د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې په «خشک» سیمه کې موندل شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه ځوان په چاړې سره وژل او موټر یې ترې غلا شوی دی.
په همدې حال کې د غزني له مقر ولسوالۍ څخه سیمهییزې سرچینې وایي، چې ډاکتر افتخار احمد جمعه ماښام د سلواغې پر ۱۴ په دې ولسوالۍ کې له خپل فلډر ډوله موټر سره بېدرکه شوی دی.
د دغه ډاکتر خپلوانو ویلي، چې تر اوسه د افتخار احمد د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې په غزني کې جنایي جرمونه زیات شوي دي. ثبت شوې شمېرې ښيي، چې په تېره یوه میاشت کې د ۶ تنو مړي له بېدرکه کېدو وروسته موندل شوي دي.