د هند د بېړۍچلوونې عمومي ادارې د بېړیو مالکانو، مدیرانو او د کاري ځواک د ګومارنې شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې هرمز تنګي ته د هندي سمندري کارکوونکو له لېږلو ډډه وکړي.
الجزیرې پنجشنبه د جولای پر ۱۶مه، راپور ورکړی چې د هند د بېړۍچلوونې عمومي ادارې دغه پرېکړه تر هغې وروسته کړې چې د هرمز تنګي په دننه او شاوخوا کې د ایران په بریدونو کې دوه هندي بېړۍچلوونکي ووژل شول.
د راپور له مخې، دې ادارې ویلي چې د فارس خلیج په سیمه کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله اړینه ده چې په سیمه کې پر فعالو بېړیو د هندي سمندري کارکوونکو د ګټو د خونديتوب لپاره نور احتیاطي اقدامات هم وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تېره میاشت اعلان کړی و، د فبرورۍ له ۲۸مې چې د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو جګړه پیل شوې، د هرمز تنګي په دننه او شاوخوا کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ سمندري کارکوونکي وژل شوي دي.





