په فراه ولایت کې د طالبانو د مستوفیت یو شمېر کارکوونکي د دغه ریاست د نوي مستوفي له چلنده شکایت کوي. دوی وايي، د طالبانو نوي مستوفي نعمتالله مغیره په دې اداره کې کاري فضا ګډه وډه کړې او کار کول یې ستونزمن کړي دي. د دوی په وینا، دغه ځایي طالب چارواکی د ناوړه او سپکو الفاظو په کارولو سره د دې ادارې کارکوونکو ته سپکاوی کوي. نوموړی د هلمند ولایت اوسېدونکی دی.
کارمندان این نهاد میگویند کسانی که از دوران حکومت پیشین در مستوفیت فراه وظیفه داشتهاند، بیشتر با برخوردهای سختگیرانه روبهرو میشوند. به گفته آنان، مستوفی طالبان از کارمندان میپرسد که چند سال است در این اداره وظیفه دارند و اگر کسی بگوید که از دوران جمهوریت کار میکند، با برخورد زشت و سخنان تند مواجه میشود.
دغې ادارې کارکوونکي وايي، هغه کسان چې د پخواني حکومت له دورې راهیسې د فراه په مستوفیت کې دندې لري، تر ډېره له سخت چلند سره مخ کېږي. د دوی په وینا، د طالبانو مستوفي له کارکوونکو پوښتي چې له څو کلونو راهیسې په دې اداره کې دنده لري او که څوک ووایي چې د جمهوریت له دورې راهیسې کار کوي، له ناوړه چلند او تندو خبرو سره مخ کېږي.
دغه راز، ځینې کارکوونکي ادعا کوي چې د جمهوریت د دورې یو شمېر کارکوونکي اړ کړل شوي چې استعفا وکړي، یو شمېر نور کارکوونکي اجیري بستونو ته تبدیل شوي او د اجیرانو او صفاکارانو په منځ کې هم تبدیلۍ او منفکۍ شوې دي.
یو شمېر کارکوونکي له مستقیمو ګواښونو هم شکایت کوي. د دوی په وینا، په یوه مورد کې یوه کارکوونکي ته ویل شوي چې که بیا د مستوفیت دروازې ته ورشي، پښې به یې ورماتې شي. دې موضوع د کارکوونکو په منځ کې وېره او اندېښنه لا زیاته کړې ده.
د کارکوونکو په وینا، دوی هره ورځ سهار مستوفیت ته د ننوتلو پر مهال له پښو تر سر پورې په جدي ډول تلاشي کېږي. کارکوونکي دا ورځنی چلند سپکوونکی بولي او وايي، دا ډول چلند د یوې ادارې پر کارکوونکو د ټولیز تحقیر او بېباورۍ ښودنه کوي.
کارکوونکي دغه راز وايي چې د طالبانو مستوفي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په مستقیم ډول د هغه دفتر ته ورشي او خپلې کاري ستونزې ورسره مطرح کړي. د دوی په وینا، دغه ځایي طالب چارواکي د خپل دفتر لپاره څلور سکرتران ټاکلي دي او که کوم کارکوونکی ستونزه یا موضوع ولري، باید لومړی یې له سکرترانو سره شریکه کړي. وروسته باید یوه یا دوه ورځې انتظار وباسي، څو سکرتران د طالبانو د مستوفي ځواب ورته راوړي.
دوی ټینګار کوي چې ان د مستوفیت د خپلو کارکوونکو لپاره هم د طالبانو له مستوفي سره مستقیمه کتنه ډېره ستونزمنه شوې ده.
هغه کارکوونکي چې په دې راپور کې ورسره خبرې شوې دي، وايي له اوسني وضعیته تر پوزې راغلي او له سخت روحي او رواني فشار سره مخ دي. دوی ټینګار کوي چې د ګوښه کېدو، تبدیلۍ، د بست د بدلېدو، ګواښ یا نورو احتمالي ناوړه چلندونو له وېرې جرئت نه کوي چې خپلې ستونزې او شکایتونه په ښکاره ډول مطرح کړي.
د کارکوونکو په وینا، اوسمهال دوی ته داسې کوم خوندي ځای نه دی پاتې چې هلته ورشي او خپل غږ ورسوي او داسې څوک هم نشته چې د دوی شکایتونه بې له دې چې دوی ته ستونزه جوړه شي، واوري. دوی وايي، همدغه وضعیت د دې لامل شوی چې ډېری کارکوونکي سره له دې چې له اوسني وضعیته سخت ناراضي دي، چوپ پاتې شي او شته شرایط وزغمي.
د طالبانو تر واک لاندې د دې ادارې کارکوونکي ټینګار کوي چې د شکایت د احتمالي پایلو وېره، د ګوښه کېدو یا تبدیلۍ ګواښ او سپکوونکی چلند، د فراه مستوفیت په کارکوونکو کې یې سخته او له اندېښنو ډکه کاري فضا رامنځته کړې ده.
تر دې وړاندې د طالبانو د مالیې وزارت باوري سرچینو تایید کړې وه چې دغه وزارت له څه مودې راهیسې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د خپلو کارکوونکو د تصفیې بهیر پیل کړی دی. د سرچینو په وینا، د طالبانو د مالیې وزارت دوه کاله وړاندې په پروان او کدوز ولایتونو کې په مستوفیتونو کې شاوخوا ۱۰۰ بستونه لغوه، تنزیل یا لېرې پرتو ولایتونو ته تبدیل کړي وو.






