۸صبح، کابل: د بحران نړیوالې ډلې ویلي چې د طالبانو له محدودیتونو سره سره ګڼو افغان مېرمنو د ګټې وټې لپاره کوچنیو سوداګریو ته مخه کړې ده.
د بحران نړیوالې ډلې چهارشنبه د لیندۍ پر ۲۷مه په یوه راپور کې لیکلي چې په دغو کاروبارونو کې لاسي صنایع، د خوړو تولید او انلاین پلور شامل دی چې اوس د افغان ښځو لویه بوختیا جوړوي.
د راپور له مخې، ځينې ښځې پر سفر د لګېدلو محدودیتونو له کبله خپل محصولات له کوره پلوري.
د نوموړي بنسټ په خبره، په سفر کې د محرم لرلو شرط یا له نارینهوو سره تعامل په افغانستان کې د مېرمنو د کاري بوختیاوو په مخکې لوی خنډ دی.
یاد بنسټ زیاته کړې چې طالبان دې د افغانستان د اقتصاد جوړولو او له ښځو د ملاتړ لپاره لګېدلي محدودیتونه کم کړي.
د بحران نړیوالې ډلې افغان ښځینه متشبثینو ته د پورونو او مرستو په ګډون د بهرني ملاتړ د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
دا راپور داسې مهال خپور شوی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې د ټولنیز ژوند له ګڼو اړخونو څنډې ته شوې دي.





