۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د کاري فرصتونو او مزدونو کمښت د افغانستان د غیرماهر کارګرانو د پېرلو واقعي ځواک د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه راټیټ کړی دی.
دغه پروګرام دوشنبه د تلې پر ۲۰مه، په یوه راپور کې ویلي چې غیرماهر کارګران په اوونۍ کې په منځني ډول یوازې دوه ورځې د کار فرصت لري.
د دغه بنسټ په وینا، دا شمېره د تېر کال پرتله ۱۴ سلنه او د درې کلنې منځنۍ کچې پرتله ۲۱ سلنه کمه شوې ده.
د دغه پروګرام د راپور له مخې، د غیرماهر کارګرانو مزدونه هم د تېر کال پرتله ۵ سلنه کم شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې پر مالدارۍ د متکي کورنیو د پېرلو ځواک هم کم شوی دی.
د دغه بنسټ په وینا، یو مالدار کولای شي د یوه یو کلن پسه په پلورلو سره د ارزانه غنمو ۲۶۰ کیلوګرامه اوړه وپېري.
دا اندازه د تېر کال پرتله ۱۲ سلنه او د درې کلنې منځنۍ کچې پرتله ۷ سلنه کمه شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د عوایدو کمښت او د بیو لوړوالي د خپلو اړینو خوراکي توکو د برابرولو لپاره د کورنیو وړتیا محدوده کړې ده.
دغه پروګرام ټینګار کړی چې د سون توکو او کیمیاوي سرې د بیو لوړوالي د لېږد رالېږد او تولید لګښتونه زیات کړي او د توکو پر عرضې یې اغېز کړی دی.
په همدې حال کې، د غنمو او ارزانه غنمو د اوړو بیه د تېر کال پرتله لس سلنه لوړه شوې ده او د لوړې بيې د غنمو اوړو بیه د تېر کال پرتله شپږ سلنه لوړه شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې د اکټوبر په لومړۍ اوونۍ کې د پلوي او شولهیي وریجو بیې په ترتیب سره ۱.۹ او ۱.۷ سلنه راټیټې شوې دي.
خو بیا هم د پلوي وریجو بیه د تېر کال پرتله ۱۷ سلنه او د شولهیي وریجو بیه ۳۱ سلنه لوړه پاتې ده.
همداراز، د خوراکي غوړیو، بورې او مالګې بیې د تېر کال پرتله په ترتیب سره ۱۲، ۱۰ او ۴ سلنه لوړې شوې دي؛ خو د حبوباتو بیې ۱۲ سلنه او د ډوډۍ بیه ۳ سلنه راټیټه شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې د کچالو بیه ۴.۱ سلنه، د پیازو بیه ۳.۱ سلنه او د رومي بانجانو بیه ۰.۲ سلنه راټيټه شوې ده.
افغانستان په داسې حال کې د کاري فرصتونو له کمښت او د ژوند د لګښتونو له لوړوالي سره مخ دی چې ډېرې کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر ورځني عاید متکي دي.





