۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد، د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي چې پر طالبانو د تورونو لګولو پر ځای د خپلو «ناکامو سیاستونو» د سمولو لپاره هڅې وکړي.
مجاهد دوشنبه د تلې پر ۲۰مه، د پاکستاني چارواکو لهخوا پر طالبانو لګول شوي تورونه بېبنسټه بللي او ویلي یې دي چې دا ډول چلند د ستونزو په حل کې مرسته نه کوي.
مجاهد ویلي چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي باید د طالبانو پر وړاندې د تبلیغاتو پر ځای د خپلو «ناکامو سیاستونو» د سمولو لپاره هڅې وکړي.
هغه زیاته کړې چې د پاکستان سیاسي، امنیتي، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې د اندېښنې وړ دي او پر ټوله سیمه منفي اغېز کوي.
د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې د پاکستاني چارواکو لهخوا پر طالبانو د تورونو لګول د مذاکراتو بهیر زیانمنوي.
دا غبرګون تر هغې وروسته څرګند شوی چې شهباز شریف د یکشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۹مه، د پاکستان د کابینې په غونډه کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د «ترهګرو عناصرو» د فعالیتونو مخه ونیسي.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي وو چې اسلاماباد دا غوښتنه په ځلونو له طالبانو سره مطرح کړې، خو د هغه په وینا، طالبانو لا هم دغه موضوع نه ده درک کړې.
شریف همداراز په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د ملکي وګړو، ماشومانو، میندو او امنیتي ځواکونو د وژل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.





