• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د نجلۍ نړیواله ورځ؛ له نړۍ د پاتې شویو قربانیانو روایت

بهنیا بهنیا
۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791732137]

د اکتوبر ۱۱مه د نجلۍ نړیواله ورځ ده. دا ورځ د نجونو د حقونو، زده‌کړو، برابرو فرصتونو او د غوره راتلونکې د رامنځته کولو په موخه نمانځل کېږي. د دغې ورځې په مناسبت ټاکل شوي شعارونه پر یوې ځانګړې موخې ټینګار کوي: د نجونو له حقونو او ازادۍ ملاتړ. په ۲۰۲۶ کال کې د ملګرو ملتونو او یونیسف له لوري ټاکل شوی شعار «په کم عمرۍ کې د نجونو د ودونو پای ته رسول» دی؛ هغه چې په تېرو پنځو کالو کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په اندېښمنوونکې توګه زیات شوې دي. نجونې د خپلو بنسټيزو حقونو له محرومېدو وروسته کم‌عمره ودونو ته غاړه ږدي. د کورنۍ او ټولنې فشارونه، د واکمنې ډلې محدودیتونه او له راتلونکې ناهیلي هغه لاملونه دي چې نجونې په کم عمر کې واده له اوسني سخت وضعیت څخه د خلاصون یوازینۍ لار وګڼي.

سږنی شعار «د ماشومانو ودونه پای ته ورسوئ او د نجونو پر حقونو پانګونه وکړئ»، ښيي چې افغان نجونې د نړۍ له دغه نوښته مستثنا پاتې دي او د نړۍ له نورو برخو په بېله شوې جغرافیه کې اوسي، څو په یوازې ځان د خپلو بنسټيزو حقونو د بېرته ترلاسي لپاره مبارزه وکړي.

ځینو نجونو د دغې ورځې په مناسبت د هنر، شعر او ادبیاتو په څېر لارو چارو له لارې په بېلابېلو پیغامونو کې د افغان نجونو غږ پورته کړی، د ښځو ضد واکمن رژیم پر وړاندې یې اعتراض کړی او هڅه یې کړې چې له خپلو همنسلو سره د هیلې، ازادۍ او خواخوږۍ پیغامونه شریک کړي.

فاطمې د یوه هنري اثر په پنځولو چې پکې یې د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ، مقاومت، مبارزې او پر وړاندې یې د نړۍ چوپتیا انځور کړې، ویلي د نجلۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د دغه اثر په جوړولو هیله لري چې افغان نجونې د ازادۍ د ارمان پر ځای په ازاده توګه ژوند وکړي؛ د زده‌کړو د دروازو د تړل کېدو له امله د ژړا پر ځای په ټولګیو کې وخاندي او د چوپ پاتې کېدو پر ځای په لوړ غږ د خپلو هیلو د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړي.

دا نقاشي هممهاله د ظلم، چوپتیا، هیلې او ازادۍ پیغام لېږدوي؛ دا د هغو نجونو روایت دی چې نړۍ ورته ګوري، خو غږ یې نه اوري. هغه نجونې چې ارماونه یې د تړلو دروازو تر شا پاتې دي، خو لا یې هم په زړونو کې د ازادۍ هیله ژوندۍ ده.

فاطمه وايي: «په دغه اثر کې په سرو جامو کې نجلۍ د هغې نجلۍ نښه ده چې له ټولو محدودیتونو سربېره هم د رڼا پر لور لاس غځوي. هغه غواړي ولیدل شي، غږ یې واورېدل شي او د راتلونکې په اړه خپله پرېکړه وکړي.»

عزیزه د نجلۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د سیمین بهبهاني د یو شعر په لوستلو د طالبانو د رژیم پر وړاندې پر مقاومت، ټینګ هوډ او مبارزې ټینګار لري. هغه له ټولو افغان نجونو غواړي چې له هرې ممکنې لارې د حضور او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي.

نوموړې وايي چې په تېرو پنځو کالو کې د هېواد له دننه او بهره د ښځو او نجونو مقاومت، اعتراضونو او غږ وښوده چې افغان ښځې چوپتیا نه مني او خپلو غوښتنو ته د رسېدو لپاره له هرې لارې هڅې کوي. هغه ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو مقاومت او اعتراض د نننۍ افغان ټولنې غږ دی؛ هغه چې له شکنجې او ځپنې سربېره هم نه دی چوپ شوی.

عزیزه د افغان زړورو ښځو او نجونو د ستاینې لپاره د سیمین بهبهاني یو شعر ټولو نجونو ته ډالۍ کوي:

خواهی نباشم و خواهم بود، دور از دیار نخواهم شد

تا گود هست میان دارم، اهل کنار نخواهم شد

یک دشت شعر و سخن دارم، حال از هوای وطن دارم

چابک غزال غزل هستم، آسان شکار نخواهم شد

من زنده‌ام به سخن گفتن، جوش‌وخروش و برآشفتن

از سنگ و صخره نیاندیشم، سیلم مهار نخواهد شد

گیسو به حیله چرا پوشم، گرد آفرید چرا باشم

من آن زنم که به نامردی، سوی حصار نخواهم شد

مروه یوه بله نجلۍ ده چې د دغې ورځې په مناسبت د اعتراض په توګه خپل اوږده وېښتان ږمنځوي او وايي، طالبانو په تېرو پنځو کالو کې افغان ښځې او نجونې د جنسیت له امله نه یوازې له کار، زده‌کړو او ازادۍ محرومې کړې، بلکې په بېلابېلو پلمو لکه د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو په تور یې نیولې، زنداني کړې او شکنجه کړې دي.

نوموړې وايي: «څومره دردونکې ده چې نجلۍ یې او د جنسیت له امله د هېواد واکمنان ان دې ته چمتو دي چې له نړۍ سره جګړه وکړي، څو تا د ناسمو باورونو او داسې عقیدې په زنځیرونو کې وتړي چې ظلم بیا تولیدوي او له ټولو بنسټيزو حقونو دې محرومه کړي. او کله کله دې یوازې د وېښتانو د یوه تار د ښکاره کېدو له امله بندي کوي، شکنجه کوي او د کفر او ښکنځلو تورونه درباندې لګوي. زه هم د همدغې خاورې نجلۍ یم؛ هغه چې ان هېره یې ده چې نجونې هم ورځ لري.»

د افغان نجونو هېرېدل نه یوازې په نړۍ، بلکې په افغاني ټولنه کې هم د ښځو لپاره یوه اندېښمنوونکې مساله ګرځېدلې. د طالبانو د واکمنۍ پنځه کلنې دورې نه یوازې د ټولنې ظاهري بڼه، بلکې دنننۍ جوړښت یې هم د ښځو او نجونو له حضوره تش کړی دی. مروه وايي: «له هغې ورځې وېرېږم چې د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو شتون بشپړ رد شي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان نجونې له څه باندې پنځو کالو راهیسې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګه او په ټولنه کې له فعال حضوره محرومې شوې دي. هغوی د خپلو بنسټيزو حقونو د ترلاسي لپاره مبارزه او دروند لګښت پرې کوي؛ د پنځو کالو لرې والي بیه، په کم عمرۍ کې ودونه، جسمي روغتیا ته ګواښ، پر رواني ناروغیو اخته کېدل او د ټولنې له ټولو برخو لرې پاتې کېدل.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف: په افغانستان کې څه باندې ۲۸ سلنه ښځو له ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی
ټولنه

یونیسف: په افغانستان کې څه باندې ۲۸ سلنه ښځو له ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791728306]
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر او د تحریک انصاف ایالتي مشر ونیول شو
بهرني خبرونه

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر او د تحریک انصاف ایالتي مشر ونیول شو

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791726492]
یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان په ځانګړې توګه نجونې ښوونځيو ته له تګه محرومې دي
ټولنه

د نجلۍ نړیواله ورځ؛ یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791725734]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.