۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې د افغان نجونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
اوتونبایوا جمعه د تلې پر ۲۰مه یو پیغام کې د نجونو پر وړاندې محدودیتونو ته په اشارې لیکلي: «په افغانستان کې موږ دا مهمه ورځ په ډېرې خواشینۍ سره لمانځو.»
نوموړې د افغانستان روان وضعیت په هکله اندېښنه ښودلې او په وینا یې، ۱۱ زره او ۲۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګه محرومې دي.
اوتونبایوا زیاته کړې ده: «دا یوازې میلیونونو نجونو لپاره نه، بلکې د کورنیو، ټولنو او ټول هېواد لپاره د درې کلنو څخه د زیاتو فرصتونو د ضایع کېدو په مانا ده.»
د یوناما مشرې له اوسني وضعیته د ناخوښۍ په څرګندولو سره ویلي چې د هرې ورځې په تېرېدو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې زیانونه او محدودیتونه زیاتېږي.
اوتونبایوا ویلي چې دا وضعیت افغانستان وروستهوالي خواته بیايي.
هغې له طالبانو غوښتي چې په خپلو اوسنیو سیاستونو او چلندونو کې بدلون راولي.
اوتونبایوا همداراز له افغان مېرمنو او نجونو سره ژمنه کړې چې د دوی حقونو لپاره به له عدالت غوښتنې لاس وانخلي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په ۲۰۱۱ کال کې د اکټوبر ۱۱مه د د یوه پریکړهلیک له مخې د نجونو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.
د نجونو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو او نجونو لپاره ترټولو بد هېواد بلل کېږي.





