۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو او د نجونو لپاره د ښوونیزو، ودې او خوندي ژوند د برابرولو لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.
نوموړي بنسټ یکشنبه د تلې پر ۱۹مه د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې هره نجلۍ حق لري زدهکړې وکړي، وده وکړي، خپل مهارتونه وروزي او د راتلونکې د جوړولو لپاره فرصت ولري.
یونیسف ټينګار کړی چې د ماشومانو ودونه د نجونو د ماشومتوب پړاو لنډوي او هغه فرصتونه چې د ودې او راتلونکې جوړولو لپاره یې اړین دي، له منځه وړي.
یاد بنسټ په نړۍ کې د نجونو او د هغوی د کورنیو د وړتیاوو او ستونزو پر وړاندې د زغم د ستاینې ترڅنګ، د دغې پدیدې د پای ته رسولو لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
یونیسف ویلي چې د نجونو پر زدهکړو پانګونه، د قوانینو اصلاح او د ټولنیز ملاتړ د پیاوړتیا له لارې په کم عمرۍ کې د ماشومانو د ودونو مخه نیول کېدای شي.





