د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي چې نجونې راتلونکې ته نه ګوري، بلکې له همدا اوسه یې په جوړولو بوختې دي.
نوموړي بنسټ یکشنبه د اکتوبر پر ۱۱مه د نجلۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د نجونو لیدلورو او غوښتنو ته دې غوږ ونیول شي او د هغوی د رهبرۍ رول د پیاوړتیا لپاره دې پانګونه وشي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د راتلونکې په جوړولو کې د نجونو پر ونډې د ټينګار ترڅنګ ویلي چې د بدلون لپاره د هغوی پوښتنې، نظرونه او غوښتنې د راتلونکې جوړولو بهیر یوه برخه ده.
دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د نجونو غږ ته پام وکړي او هغوی ته د مشارکت او رهبرۍ زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نجونې او ښځې د زدهکړو او کار په ګډون له خپلو ګڼو بنسټيزو حقونو بې برخې شوې دي.





