۸صبح، کابل: د کار نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې یو پر څلورمه برخه ښځینه کاریګرو خپل کارونه او دندې له لاسه ورکړی دی.
رویټرز د سه شنبې په ورځ (کب ۱۶مه) د افغانستان لپاره د کار د نړیوال سازمان لوړپوړي همغږي کوونکي، رامین بهزاد له قوله وویل: «د ښځو او نجونو لپاره محدودیتونه د دوی پر زده کړو او د کار د بازار پر امکاناتو سختې اغیزې لري.»
د کار نړیوال سازمان موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د افغانستان ناخالص تولید له ۳۰ تر ۴۰ سلنې ته کم شوی دی.
د یادونې وړ ده چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال په پای کې پر ښځو د زده کړو او کار بندیز ولګاوه. د طالبانو له دې پرېکړې وروسته ښځو ته په نادولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي.