۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د افغان ماشومانو د زدهکړې پر وړاندې ګڼ خنډونه شته.
دغه سازمان سه شنبه د وږي پر ۱۷مه، د سواد زدهکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې شته محدودیتونو او ننګونو ته په اشارې سره د زدهکړې پر اهمیت ټینګار کړی دی.
اوچا زیاته کړې چې سواد زدهکړه د پوهې، فرصتونو او خوندي راتلونکي پر لور دروازې پرانیزي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د زدهکړې په برخه کې دوامدارې پانګونې ته اړتیا ده، څو دا دروازې پرانیستې پاتې شي او هر ماشوم وده وکړای شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، نجونې له ښوونځي او پوهنتونه محرومې شوې دي.





