روسیې او اوکراین سلګونه جنګي بندیان تبادله کړل. دا د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د جنګي اسیرانو د تبادلې لوی شمېر بلل شوی دی.
اسوشیټډپرس خبر ورکړی، چې مسکو او کیف، چهارشنبه د جنورۍ پر ۳ لږترلږه ۴۷۹ جنګي اسیران تبادله کړې دي.
اوکرایني چارواکو ویلي، چې په شاوخوا پنځو میاشتو کې په لومړنۍ تبادله کې د دغه هېواد ۲۳۰ جنګي بندیان هېواد ته راستانه شوې دي.
له بلې خوا د روسیې د دفاع وزارت بیا ویلي، د دغې هوکړې له مخې چې د متحده عربي اماراتو له لوري یې ملاتړ کېږي، ۲۴۸ روسي پوځیان ازاد شوې دي.
ورته مهال د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت دا تبادله د دغه هېواد او د روسیې او اوکراین ترمنځ د قوي دوستانه اړیکو پاېله بللې، چې په لوړه کچه د پرلپسې اړیکو ملاتړ ترې شوی دی.
د اوکراین د بشري حقونو څارګر ډیمیټرو لوبینتس ویلي، چې دا له جګړې راهیسې د بندیانو ۴۹ تبادله ده.
د یادونې ده، چې متحده عربي اماراتو پر روسیې د لودیځ له بندیزونو او فشارونو سره سره، له مسکو سره نږدې اقتصادي اړیکې ساتلې دي.
روسیې چارواکو د دغې تبادلې په اړه ډېر جزییات ورکړي نه دي.