یادښت: فرشته عباسي د بشري حقونو په څار سازمان کې د اسیا څانګې څېړونکې ده چې په افغانستان کې د روانو ناخوالو پر څېړلو او مستندولو تمرکز لري. نوموړې په تېرو لسو کالو کې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې قضیې د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون له بېلابېلو بنسټونو سره مستندې کړې دي. هغې له دې وړاندې د حقوقو د پراختیا له نړیوال سازمان (IDLO) سره د حقوقي سلاکارې په توګه دنده کړې او په افغانستان کې د عدلي برخې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، ښوونې او مهارتونو د لوړولو په برخه کې یې همکاري کړې ده. فرشته عباسي په نړیوالو حقوقو کې ماسټري لري او په ابردین پوهنتون کې یې ستراتیژیک مطالعات لوستي دي. مېرمن عباسي په دې مرکه کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان وضعیت په اړه هغه څه چې رسنۍ پوښښ ورکوي، ډېر ناوړه دی. د نوموړې په خبره، خبریالان، قومي او مذهبي لږکي او هغوی چې د طالبانو په څېر نه انګېري، په ناوړو او ځپل شویو شرایطو کې ژوند کوي. هغې ټینګار کړی چې له بشري حقونو د سرغړاوي ډېرې پېښې نه رسنیزې کېږي او هغه څه چې راپور کېږي، یوازې یوه کوچنۍ برخه یې ده؛ په داسې حال کې چې غمیزه ژوره او اندېښمنوونکې ده. فرشته وايي چې په افغانستان کې د بشرضد جنایتونو د مستندولو لپاره د څېړنیز میکانیزم جوړېدل یو مهم ګام دی. د نوموړې په خبره، د نړیوالې جزايي محکمې له خوا د طالبانو مشر او د دې ډلې قاضي القضات ته د عمري قید پرېکړه بې سارې ده او هیله لري چې دا کسان یوه ورځ په نړیواله محکمه کې د افغان مېرمنو په مخکې ځواب ووايي.
۸صبح: تاسې څو کاله کېږي چې د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې کار کوئ. دا مهال مو څېړنې پر څه ورټولې دي؟
عباسي: دا مهال د بشري حقونو په څار سازمان کې د افغانستان په چارو کې د څېړونکې دنده لرم او د افغانستان برخې د مستندولو او څېړلو مسوولیت رالغاړې دی. په دې وروستیو کې مو پام له بشري حقونو پر سرغړونو ورټول دی چې طالبان یې په افغانستان کې دننه کوي. که څه هم د بشري حقونو څار سازمان په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له اګسته پیل کړی نه دی، بلکې ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې یې د افغانستان په اړه ارزښتمن راپورونه خپاره کړي چې هم د هېواد د تاریخ لپاره ارزښت لري او د دې لپاره چې د قربانیانو غږ واورېدل شي. له بده مرغه د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر ناوړه دی او اوس مو پام پر هغو جرمونو ورټول دی چې طالبان یې کوي. زه په دې شپو ورځو کې پر هغه راپور کار کوم چې موضوع یې په افغانستان کې د رسنیو ازادي ده او هڅه کوم وګورم چې په هېواد کې دننه رسنۍ څنګه خپلې چارې مخته وړي او خبریالان تر کومې کچې توانېږي چې د افغانانو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ډاډمن کړي.
۸صبح: څنګه مو د بشري حقونو له څار سازمان سره دنده پیل کړه؟
عباسي: کلونه وړاندې مې د بشري حقونو له څار سازمان سره دنده پیل کړه، هغه مهال چې لا کابل کې وم او د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته تللم. حقوق مې لوستي؛ د هرات له پوهنتون څخه مې لیسانس اخیستی. وروسته مې د افغانستان له بېلابېلو بنسټونو سره د جزا حقوقو په برخه کې همکاري لرله. وروستۍ دنده چې په افغانستان کې مې لرله، د حقوقو له نړیوال سازمان سره د حقوقي سلاکاري وه چې تر ډېره مې له څارنوالانو سره کار کړی او دنده مې هغوی ته حقوقي زدهکړې وې؛ په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې.
د لیسانس او ماسټرۍ ترمنځ واټن مې یو څه اوږد و. کله چې د حقوقو عمومي پړاو بشپړوې، وخت نیسي چې پوه شې د حقوقو له کمې برخې سره لېوالتیا لرې. تجربه مې تر ډېره د جزا حقوقو په برخه کې وه، ځکه په افغانستان کې دننه په دې برخه کې کاري چاپېریال برابر و. تر ډېره له څارنوالۍ، سترې محکمې، د کورنیو چارو وزارت د جنايي تحقیقاتو دفتر او عدلیې وزارت سره مې سروکار درلود.
له یوې مودې وروسته مې د بشري حقونو له څار سازمان سره پر یوه راپور همکاري پیل کړه. همغه و چې پوه شوم د هغوی د کار څرنګوالی بېل دی. راته څرګنده شوه چې د نړیوالو بشري حقونو په چوکاټ کې کار کول نه یوازې له مسلکي اړخه په زړه پورې دي، بلکې هغه ارزښتونو ته هم نږدې دي چې زه پرې باور لرم. له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې په نړیوالو حقوقو کې ماسټري وکړم او زما همکاري د بشري حقونو له څار سازمان سره له هماغه راپوره پیل شوه.
۸صبح: په دې لار کې څه وهڅولئ او ولې مو باور درلود چې په دغه بنسټ کې غوره کار کولی شې؟
عباسي: د بشري حقونو په برخه کې د خپلې کار د انګیزې په اړه نه غواړم ډېرې تیوریکې خبرې وکړم یا یوازې ووایم چې موخه مې افغانانو ته خدمت و. پلار او مور مې د افغانستان له کورنیو جګړو تښتېدلي وو او زه په ایران کې دنیا ته راغلې یم او تل مې غوښتل چې باید خپل هېواد وپېژنم او ونډه پکې ولرم. کله چې افغانستان راستنه شوم، هلته مې د ماشومتوب هېڅ خاطره نه لرله. له همدې کبله مې هڅه وکړه چې په داسې ځای کې کار وکړم، چې رښتیا هم ګټور وي.
لا هم باوري یم چې افغانستان یوازینی ځای دی چې رښتیا هم ماته اړتیا لري او زه کولی شم چې هلته ډېره اغېزمنه واوسم. هغه داسې یو ځای دی چې کولی شم خپل انساني او وجداني مسوولیت په سمه توګه پکې ترسره کړم.
۸صبح: په تېرو څلورو کالو کې د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان د وضعیت په اړه څو څېړنې خپرې کړې؟ د څېړنو پر مهال له کومو ننګونو او محدودیتونو سره مخ شوي یاست؟
عباسي: د بشري حقونو څارسازمان په تېرو څلورو کالو کې ګڼ راپورونه خپاره کړي؛ هم د هغو جرمونو په اړه چې طالبانو دننه په افغانستان کې کړي، او هم له بشري حقونو سرغړاوی چې داعش کړی دی. د دغو څېړنو ترسراوی د بېلابېلو لاملونو له کبله اسانه نه وو.
زما لپاره دا په بشپړه توګه نوې لار وه. د ۲۰۲۱ کال له اګست وړاندې ما په افغانستان کې ژوند کاوه، تګ راتګ مې درلود، کولی مې شوای بېلابېلو ولایتونو ته لاړه شم او مخامخ له خلکو سره خبرې وکړم. خو له بشري حقونو د سرغړونو په مستندولو کې یوازې د اطلاعاتو راټولول بسنه نه کوي. تاسې باید له قربانیانو او د هغوی له پاتې کسانو سره خبرې وکړئ، سترګې په سترګې ورسره شئ، باور یې ولرئ، کوم معلومات چې ترلاسه کوئ یې، په سمه توګه یې خوندي کړې، دا ټول د دغه بهیر یوه برخه ده. داسې نه ده چې معلومات راټول کړې او راپور ولیکې. دا ټول په مستندولو کې اغېزمن دي.
زما لپاره نوې تجربه وه چې نور په افغانستان کې ونه اوسم او له لرې لارې کار وکړم. سمه ده چې په افغانستان کې دننه مې د اړیکو شبکه ساتلې او کولې مې شوای چې په پښتو او دري له خلکو سره خبرې وکړم، خو په افغانستان کې نه شتون په ځانګړې توګه له قربانیانو سره په خبرو کې کار ډېر سختوي.
کله چې خلک د خپل ژوند ناوړه او حشتناکه شېبو کیسه کوي، تاسې نه شئ کولی سترګې په سترګې ورسره شئ، خواخوږي ورسره وښيئ، دا ډېره ګرانه ده، له لرې داسې څه ممکن نه و او دا راته ډېره سخته چاره وه. بل پلو، په افغانستان کې دننه هم اطلاعاتو لاسرسی سخت شوی، ځکه طالبان ورځ په ورځ اطلاعاتو ته د لاسرسي څرخ محدودوي او همدې چارې د سرغړونو د مستندولو بهیر راته سخت کړی دی.
که په افغانستان کې دننه خپلواکې رسنۍ نه وي چې له بشري حقونو سرغړونې رسنیزې او راپور یې کړي، له شک پرته د هغو سازمانونو لپاره چې له افغانستان څخه بهر کار کوي، ډېره سخته چاره ده.
تر څنګ یې، ګومان کوم چې موږ ټولو یو تازه ګډ درد او تازه ټپ لرلی وي. هر وار چې پر راپورونو کار کوم، تر مودو به مې وضعیت ښه نه و، اوس همداسې دی. ځينې راڅخه پوښتي چې څنګه دا وضعیت مدیریت کوم؟ تل مې ځواب دا وي چې نه یې مدیریتوم. ډېری مهال د راپور لیکلو پر مهال ژاړم. ډېری ورځې مې وضعیت ښه نه وي. سترس او وېره راسره وي. دا د دغه کار یوه برخه ده. موږ تر ډېره ننګونې یادوو، خو د هغو تروماوو په اړه چې تجربه کوو یې، لږ یې په اړه غږېږو. ډېر لږ د خپلو شخصي دردونو په اړه خبرې کوو. په ټوله کې دا هم د هغو ستونزو له ډلې دي چې په تېرو څلورو کالو کې ورسره مخ وم. له شک پرته، لویې ستونزې هماغه وې چې طالبانو رامنځته کړې دي. اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې محدودیتونه، له رسنیو سره یا له هېواده بهر وګړو سره په خبرو کې د خلکو وېره او په افغانستان کې نه حضور بیا هغه لویې ننګونې دي چې ورسره مخ یو.
۸صبح: هغه وړاندیزونه او حل لارې چې د بشري حقونو څار سازمان بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي، تر کومې کچې عملي شوې دي؟ دغو هڅو په عمل کې څه پایلې لرلې دي؟
عباسي: په تېرو څلورو کالو کې مې د افغانستان د وضعیت د بېلابېلو موضوعاتو لپاره د عدالت غوښتنه کړې ده. د بېلګې په توګه، نن چې افغانان د لوږې له خطر سره مخ دي، باوري یم هغه هېوادونه چې په تېرو شلو کالو کې یې په افغانستان کې حضور درلود، اخلاقي مسوولیت لري چې خلک یوازې پرېنږدي. هغوی باید ډاډه شي چې مرستې افغانستان ته رسېږي او رښتیا هم هغو کسانو ته وېشل کېږي چې اړتیا ورته لري. دا هغه څه دي چې موږ له دولتونو غوښتنه کړې چې طالبان له بشري حقونو د سرغړاوي له کبله ځواب ویلو ته راوکاږي.
په وروستي مورد کې مو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې داسې یو میکانیزم جوړ کړي چې نه یوازې د طالب مشرانو جنایتونو ته پاملرنه وکړي، بلکې د دې ډلې د سیمهییزو قومندانانو، واليانو او ولایتي مشرانو د کړنو ارزونه هم پکې وي؛ هغه کسان چې په سیمهییزه کچه د طالبانو د قوانینو د پلي کولو دنده لري.
موږ نړیواله جزايي محکمه لرو چې د طالبانو مشر او قاضي القضات د نیولو حکم یې صادر کړی دی. خو ترڅنګ یې، په محلي کچه هم داسې کسان شته چې په ولایتونو کې خلک شکنجه کوي، په ناقانونه توګه خلک په ځانګړې توګه د مخکېني حکومت کارکوونکي وژني، له معترضو مېرمنو سره زورزیاتی کوي او د «امر باالمعروف او نهی عن المنکر» اړوند قوانین پلي کوي. دا ټول کسان په فردي توګه قضایي مسوولیت لري. له همدې امله مو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې داسې میکانېزم جوړ کړي څو دا موارد هم وڅېړي او تعقیب یې کړي. د اوسني وضعیت د څېړنې ترڅنګ، باید د افغانستان د څو لسیزو جګړو قربانیانو غږ هم واورېدل شي.
دا میکانیزم دې نه یوازې د طالبانو جنایتونه مستند کړي، بلکې داعش اړوندو کسانو د جرمونو ارزونه، د قضايي دوسیو جوړونه او د هغو نړیوالو ځواکونو د کړنو څېړنه دې هم پکې شامله کړي چې په افغانستان کې یې له بشري حقونو سرغړونه یا یې جنایتونه کړې دي. دغه راز باید د پخواني حکومت هغه چارواکي چې د بشري حقونو په نقض یا جنایتونو کې ښکېل دي، هم شامل کړای شي. د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې په دې اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. له بده مرغه په افغانستان کې تل د معافیت کلتور واکمن و او له همدې کبله د بشري حقونو د څار سازمان له افغان مدني ټولنې سره په ګډه وړاندیز وکړ چې دا میکانیزم دې د معافیت کلتور د پای ته رسېدو لپاره کار وکړي.
باید ووایم چې د دې طرحې نوښت د بشري حقونو د څار لهخوا نه، بلکې لومړی ځل د ۲۰۲۱ میلادي کال څخه وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون لهخوا وړاندیز شوی و. موږ له افغان مدني ټولنې او د بشري حقونو بنسټونو سره په ګډه د دغه میکانېزم ملاتړ کړی دی.
د دغه پرېکړهلیک تصویبېدل ښه خبر دی او د میکانېزم د جوړېدو وړاندیز اروپايي ټولنې کړی و. دا د افغانانو او قربانیانو لپاره یو تاریخي ګام بلل کېږي او هغو کسانو ته جدي پیغام رسوي چې د نړیوالو درنو جرمونو مرتکبین دي. همداراز، دا د طالبانو هغو والیانو او ولایتي مشرانو ته یو قوي پیغام دی چې د دوی مشرتابه نور د هغوی د خوندیتوب وس نه لري؛ هر یو سیمهییز مسوول به په انفرادي توګه تر عدلي څار او قانوني تعقیب لاندې راځي.
ترڅنګ یې موږ له هېوادونو غوښتي چې جنسیتي اپارتاید د یوه خپلواک جرم په توګه په رسمیت وپېژني؛ په دې برخه کې هڅې لا هم دوام لري. له ۲۰۲۱ کال راهیسې مو له هېوادونو غوښتي چې طالبان د مېرمنو پر وړاندې د تبعیض ټولو بڼو د له منځه وړلو کنوانسیون څخه د سرغړونې په تور ځواب ویلو ته راوکاږي. په وروستي مورد کې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې جرمني، اسټرالیا، هالنډ او کاناډا یوه اعلامیه صادره کړه چې دا بهیر یې په رسمي ډول پیل کړی دی. دا هغه موارد دي چې د بشري حقونو څار سازمان له افغان مدني ټولنې سره د نږدې همکارۍ له لارې څارلي او په ځينو کې مو ملموسې لاسته راوړنې لرلې دي.
۸صبح: ستاسي له انده، نن په افغانستان کې تر ټولو ستر بشري بحران کوم یو دی؟
عباسي: په افغانستان کې تر ټولو ستر بشري بحران د ښځو وضعیت دی. افغانستان اوس په نړیواله کچه د بشري حقونو ستر بحران تجربه کوي چې په چوکاټ کې یې بیا د مېرمنو د حقونو اړوند ناوړه وضعیت دی. په ۲۰۲۵ کال کې به تاسې په نړیواله کچه داسې هېواد ونه مومئ چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې زدهکړو ته لاسرسی ونه لري، د کار اجازه ونه لري، د تګ راتګ ازادي ونه لري او ان د خپلو جامو د غوراوي حق هم ونه لري. له بده مرغه له بشري حقونو دا پراخې سرغړونې له یوه انساني ناروین سره ملې دي. په افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه وګړي د لوږې له ګواښ سره مخ دي او یو سخت ژمی یې په مخکې دی.
۸صبح: تاسې پر ډېرو قضیو کار کړی. ایا داسې راپور مو مخته راغلی چې پر تاسې یې ژور اغېز کړی وي؟
عباسي: پر ډېرو راپورونو چې ما کار کړی، ډېر وخت یې پام راته اړولی دی. له ۲۰۲۱ کال وروسته مې د افغانانو د اقتصادي وضعیت پر راپور کار کاوه. په دې ترڅ کې مې په غور کې له یوه سړي سره خبرې کولې چې څلور یا پنځه کلن زوی یې د خوارځواکۍ لامله له لاسه ورکړی و. له هغه سره خبرې ټکان ورکوونکې وې؛ ځکه هغه مهال مې هېڅ نه لرل چې ورته ویې شم کړای یا بېړنۍ مرسته ورسره وکړم.
د هغه راپور لپاره مې د دوسیو او کیسو یوه ټولګه راټوله کړه، څو وښیم چې په افغانستان کې اقتصادي بحران په رښتیا څه مانا لري. خو تر ډېره مې ذهن بوخت پاتې شو او داسې مې انګېرله چې نه شم کولی د راپور دوام ولیکم. لږ تر لږه زه په داسې ځای کې ناسته یم چې د خوړلو لپاره ډوډۍ او د اوسېدلو لپاره سرپناه لرم؛ خو کله چې له هغو هېوادوالو سره خبرې کوم چې وایي ماشومان یې د لوږې لامله له لاسه ورکړي، هغه شېبې مې نه هېرېږي او هر ځل چې رایادې شي، رواني حالت مې خرابوي.
یو بل راپور چې ډېره یې اغېزمنه کړم او زړه ته رانږدې دی، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون اړوند راپور و. دا راپور له ۲۰۲۱ کال وړاندې و او ما کابو دوه کاله پرې کار وکړ. هغه مهال مې په بریتانیا کې ماسټري او له زدهکړو سره هممهاله مې پر دغه راپور څېړنه کوله. افغانستان ته له راستنېدو وروسته مې پر هغه راپور کار ته دوام ورکړ. په دغه راپور کې مې داسې دوسیې څېړلې چې اوږد بهیر یې درلود. له هغو مېرمنو سره چې په «امنو خونو» کې یې ژوند کاوه، خبرې کولې او په محکمو کې مې یې دوسیې څارلې؛ دا دوسیې د کورني تاوتریخوالي، له کوره د تېښتې او ان جنسي تېري اړوند وې. د دغه راپور لپاره مې یو لړ وړاندیزونه چمتو کړل څو وښيم چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په کومو برخو کې خلاوې او کمزورۍ لري او څنګه یې پياوړې کولی شو. رښتیا هم هیله بښوونکی راپور و چې که وکړای شي دا وړاندیزونه د قانون په ښه کولو او له مېرمنو د ملاتړ لپاره اغېزمن وي.
دا راپور د کابل له پرځېدو یوازې دوه اوونۍ مخکې خپور شو. هغه لامل چې تل یې یادونه کوم چې دا راپور راته نږدې دی، همدا دی؛ ځکه پر دغه راپور مې ډېر کار کړی و. ډېره هیله منه وم. خو له بده مرغه له خپرېدو دوه اوونۍ وروسته په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په نوم قانون نه و او واکمن ځواک پرې هېڅ باور نه درلود.
۸صبح: د ښځو، خبریالانو او لږکیو وضعیت په ځانګړي ډول څنګه بدل شوی؟ کومې ډلې د نورو په پرتله ډیرې له خطر سره مخ دي؟
عباسي: ښځې په افغانستان کې هېڅ ډول عادي ژوند نه لري. نږدې ټول بشري او بنسټیز حقونه یې نقض شوي دي. په افغانستان کې یوه ښځه نه یوازې دا چې د ښوونځي او کار اجازه نه لري، بلکې د تبعیضي قوانینو له یوې ټولګې سره مخ ده. له دې عملي محدودیتونو هاخوا، یوه ژوره مسأله دا ده چې د ښځو بشري کرامت ته سپکاوی کېږي. دا چې د واکمنې ډلې له خوا ښځو ته ویل کېږي: «ستاسو غږ باید له کوره بهر ونه اورېدل شي»، دې ته له پام پرته چې دا قانون تر کومې کچې پلي شوی وي، دا فکر او بیان پخپله د ښځو د انسانیت سپکاوی دی. د طالبانو دا ډول قوانین ګستاخانهاو له سپکاوي ډک دي او دا یوازې د افغانستان ښځې دي چې تجربه کوي یې.
د ښځو د پراخې ځپنې ترڅنګ، د اقلیتونو، په تېره بیا هزارهګانو پر وړاندې تبعیض هم په شدت سره شته. د هزارهګانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او د اقلیتونو د حقونو د نقض په تړاو ګڼ اسناد او راپورونه موجود دي. هغه پېښې چې د هېواد په شمال، په تېره بیا په پنجشېر کې پېښېږي، لکه جنګي جرمونه او د اوزبکانو پر وړاندې تبعیض، د قومي تبعیض او تاوتریخوالي د یوه خطرناک او بنسټيزې شوې الګو نښې دي.
طالبان د اسلام له دینه یو اړخیز روایت لري او په افغانستان کې له خپل تعبیر پرته بل هېڅ تعبیر نه مني. د بېلګې په توګه، د جعفري فقهې تدریس په هېواد کې منع شوی او د اهل تشیع علماوو شورا عملاً منزوي شوې ده، په داسې حال کې چې شیعهګان د افغانستان د نفوس یوه لویه برخه جوړوي. دغه راز، په بدخشان کې طالبانو د اسماعیلیه مذهب پیروان تر فشار لاندې راوستي څو حنفي فقهې ته مخه کړي. دا کړنې ښيي چې طالبان په افغانستان کې هېڅوک نه مني.
د لږکیو وضعیت بې له شکه اندېښمنوونکی دی، د ښځو وضعیت خراب دی او د خبریالانو وضعیت هم خورا ستونزمن دی. نن ورځ، هر هغه څوک چې د طالبانو پر وړاندې نیوکه کوي، له خطر سره مخ دی. زه لا هم له هغو خبریالانو سره په اړیکه کې یم چې د افغانستان له سقوط مخکې مې ورسره کار کاوه او پېژنم یې. له بده مرغه، په هېواد کې هېڅ ازادې او خپلواکې رسنۍ پاتې نه دي. په اوسنيو شرایطو کې هېڅ رسنۍ په افغانستان کې نه شي کولای چې ازادانه فعالیت وکړي او یا له سانسور پرته واقعیتونه منعکس کړي.
په تېرو څلورو کلونو کې، د خبریالانو د نیولو، شکنجې او وهلو ټکولو ګڼې پېښې ثبت شوې دي، له دې پرته چې د هغوی جرم معلوم وي، ولې نیول شوي، او بې له دې چې وکیل یا کورنۍ ته یې لاسرسی ولري. په افغانستان کې د بیان ازادي عملاً په بشپړه توګه ختمه شوې او نور د بیان د ازادۍ په نوم هېڅ نه شته. دا وضعیت په موازي ډول د ښځو په اړه هم اړخ لګوي؛ هغه ښځې چې له خپلو لومړنیو بشري حقونو محرومې شوې او غږ یې په عامه فضا کې په بشپړه توګه ځپل شوی دی.
د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» قانون د طالبانو له لوري د افغانستان د وګړو، په تېره بیا د ښځو، د بشري حقونو پر وړاندې وروستی برید دی. د دغه قانون له مخې، یوه ښځه ان د عامه ټرانسپورت د کارولو اجازه نه لري. د ټکسي چلوونکی، چې هېڅ قانوني یا حقوقي صلاحیت نه لري، پرېکړه کوي چې ایا یوه ښځه «بشپړ حجاب» لري، «محرم» ورسره دی که نه، او آیا «بالغه او عاقله» ده چې یوازې سفر وکړي که نه. دا وضعیت خورا اندېښمنوونکی دی.
د طالبانو ایډیالوژي یوه خطرناکه ایډیالوژي ده. د ښځو د وضعیت په اړه زموږ وروستی راپور ښيي چې په افغانستان کې روان وضعیت د ښځو پر وړاندې سیسټماټیک او پراخ جنسیتي تبعیض دی.
نړیواله جزايي محکمې د شته تحقیقاتو او شواهدو پر بنسټ، د طالبانو د مشر او د هغوی د سترې محکمې د رئیس د نیولو امر صادر کړی دی. پر دې سربېره، په افغانستان کې ښځې خپل وضعیت د «جنسیتي اپارټایډ»په توګه تعریفوي. دا ټول د افغانستان د وضعیت په تړاو یو تیاره انځور وړاندې کوي.
په افغانستان کې د همجنسپالو (LGBTQ+) وضعیت خورا خراب دی، په تېره بیا وروسته له هغه چې طالبانو د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» قانون پلي کړ، چې عملاً د هغوی هویت او موجودیت یې جرم بللی دی. په تېرو څلورو کلونو کې، د دې ټولنې د غړو د نیولو، شکنجې او ناوړه چلند په تړاو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. که څه هم د پخواني دولت له سقوط مخکې هم د همجنسپالو وضعیت مناسب نه و، خو اوس دا ډله د ټولنې تر ټولو زیانمنېدونکې او بې دفاعه قشر بلل کېږي، چې تل له ګواښ، تاوتریخوالي او د بشري حقونو له سخت محرومیت سره مخ دي.
هر هغه څوک چې د طالبانو مخالف وي یا د هغوی د عقایدو او سیاستونو پر وړاندې اعتراض وکړي، له خطر سره مخ دی. په ځانګړې توګه، ښځې، خبریالان، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان او مذهبي او قومي اقلیتونه په افغانستان کې هېڅ ډول امنیت او خوندیتوب نه لري.
۸صبح: تاسو څو ځلې د طالبانو د حساب ورکولو لپاره د یوه نړیوال میکانیزم د جوړولو غوښتنه کړې ده. په عملي توګه دا ډول میکانیزم باید کومې ځانګړتیاوې ولري؟
عباسي: زموږ لپاره یو شمېر اصول خورا مهم دي: دا چې وړاندیز شوی میکانیزم باید بې پرې، خپلواک او هراړخیز وي. د هراړخیزوالي معنی دا ده چې هغه باید د اوسنیو جرمونو، تېرو جنایتونو او ان هغو پېښو د څېړلو توان ولري چې ممکن په راتلونکې کې رامنځته شي. یعنې دا میکانیزم باید د وخت یا د جرمونو د نوعیت له پلوه هېڅ محدودیت ونه لري. دا زموږ لپاره یوه سره کرښه وه. دا خورا مهمه ده چې هر جوړېدونکی میکانیزم دوه ګونی معیارونه رامنځته نه کړي او په رښتینې توګه هراړخیز او خپلواک وي، په تېره بیا کله چې د مجرمینو د حساب ورکولو لپاره یو نړیوال میکانیزم جوړېږي.
دا میکانیزم باید په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پېښې وڅېړي، اسناد او شواهد راټول کړي، جزايي دوسیې چمتو کړي او مجرمین وپېژني. دا کار ډېر مهم دی، ځکه تر اوسه په افغانستان کې هېڅ بنسټ نه دی توانېدلی چې دا ټول اقدامات په بشپړه توګه ترسره کړي.
د مجرمینو پېژندل یوه کلیدي مسأله ده. د بېلګې په توګه، کله چې له معترضو ښځو سره خبرې کوئ، ډېری یې د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې کیسې کوي، خو هېڅوک نه وايي چې دا شکنجې چا کړې دي. یا کله چې له خبریالانو سره خبرې کوو، وايي د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي او شکنجه شوي دي؛ دا سختې شکنجې چا کړې دي؟ د دغو سیاستونو مسوولیت، چې په بشپړه توګه له بشري حقونو او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دي، د چا پر غاړه دی؟ د دې کسانو پېژندل خورا ارزښت لري.
دا ټکي ډېر ارزښتناک دي. کله چې د نړیوالو جزايي حقوقو ډګر ته ننوځئ، نور نه شئ کولای په عمومي توګه ووایاست چې طالبان په تېرو څلورو کلونو کې د دې سیاستونو مسوول دي؛ بلکې باید په طالبانو کې مشخص کسان وپېژنئ، جزايي دوسیې جوړې کړئ او د هغوی جزايي مسوولیت په انفرادي توګه وټاکئ.
زموږ هیله دا ده چې دا میکانیزم وکولای شي جزايي دوسیې نه یوازې د طالبانو د مشرانو لکه هبتالله او خالد حنفي پر وړاندې، بلکې په ولایتي کچه د هغو کسانو پر وړاندې هم جوړې کړي چې دا سیاستونه پلي کوي یا یې مخنیوی نه کوي. د بېلګې په توګه، ممکن د یوه ولایت د استخباراتو رئیس پخپله شکنجه ونه کړي، خو د هغه تر امر لاندې کسان شکنجه کوي او دا رئیس جزايي مسوولیت لري. دا ځانګړتیاوې او دقتونه هغه څه دي چې موږ د دې میکانیزم لپاره تعریف کړي دي.
۸صبح: ستاسو په نظر، ولې نړیواله ټولنې تر اوسه په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخ نقض پر وړاندې جدي غبرګون نه دی ښودلی؟
عباسي: د نړیوالې ټولنې د عملي اقدام نشتوالی څو لاملونه لري. لومړی دا چې افغانستان نور د نړیوالې اجنډا په لومړیتوبونو کې نه دی. د اوکراین له جګړې وروسته، افغانستان د نړیوالو خبرونو له سرټکو ووت، او بیا د غزې کړکېچ رامنځته شو. کله چې یو کړکېچ د بل کړکېچ تر شا پېښېږي، پخواني کړکېچونه معمولاً لږ لیدل کېږي او هېرېږي. د بېلګې په توګه، اوس د عراق، سوډان او میانمار په اړه څومره خبرې کېږي؟ دغو موضوعاتو ته کمه پاملرنه کېږي.
افغانستان نور په لومړیتوب کې نه دی، او ترڅنګ یې، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې دومره سخت شرایط رامنځته کړي چې په افغانستان کې کار کول ستونزمن شوي دي. دوی ثابته کړې چې په هېڅ شي کې انعطاف نه لري، بشري حقونه نه رعایتوي او د هېڅ شي په اړه ځواب ورکوونکي نه دي.
تېر کال، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې روڼتیا او حساب ورکونه دومره خرابه نه وه. د طالبانو د مشر او د هغوی د قاضيالقضات د نیولو د امر صادرېدل یو ستر ګام دی، په تېره بیا د افغانستان د ښځو او ټولو هغو کسانو لپاره چې د عدالت غوښتونکي دي. استرالیا، کانادا، هالنډ او جرمني اعلان کړی چې طالبان به د ښځو پر وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون د نقض له امله ځواب ورکوونکي کړي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم د افغانستان لپاره یو هراړخیز میکانیزم جوړ کړی دی. خو سره له دې، دا نړیوال میکانیزمونه چې د افغانستان لپاره کارول شوي، کافي غبرګون نه دی. زما په فکر، په نړۍ کې داسې ګډه اراده نشته چې په افغانستان کې د بشري حقونو پراخ نقض ته پرېکنده ځواب ورکړي. له بده مرغه، نړیواله ټولنه د افغانستان خلکو ته د مرستې د څرنګوالي په تړاو لازمه همغږي نه لري.
۸صبح: آیا په نړیوالو محکمو کې د طالبانو د قضایي تعقیب څه هیله شته؟
عباسي: بې له شکه، موږ نړیواله جزايي محکمه لرو چې د افغانستان د موضوع په تړاو څېړنې کوي. دغه راز، د عدالت نړیواله محکمه هم شته. هغه اعلامیه چې د څلورو هېوادونو له خوا صادر شوې، اوس د خبرو اترو په پړاو کې ده، او دا بهیر معمولاً د دواړو خواوو مذاکراتو ته اړتیا لري. که دا مذاکرات پایله ورنه کړي، موضوع منځګړیتوب ته راجع کېږي، او که منځګړیتوب هم پایله ورنه کړي، ښکېلې خواوې کولای شي دوسیه د عدالت نړیوالې محکمې ته ورسوي. نو، په پای کې دوه نړیوالې محکمې شته چې د طالبانو مشران تر قانوني تعقیب لاندې نیسي او له همدې امله دا موضوعات خورا مهم دي.
نړیوالې جزايي محکمې د طالبانو د مشرانو د نیولو امر صادر کړی دی، او دا امر تر هغو پورې اعتبار لري چې هغوي ژوندي دي. هیله لرم داسې ورځ راشي چې د طالبانو دا مشران په لاهه کې محکمې ته حاضر شي او هر یو د بشري حقونو د نقض په تړاو ځواب ووايي. دغه راز، هیله لرم چې د دغو کسانو د حساب ورکولو په تړاو د افغانستان د ښځو غوښتنه پوره شي.
۸صبح: په افغانستان کې ډېری خلک د نړیوالو اعلامیو او بیانیو له صادرولو ستړي شوي او وايي چې دا غبرګونونه هېڅ درد نه دوا کوي. ان ځینې د بشري حقونو فعالان هم د نړیوالې ټولنې پر اغېزناکتوب بې باوره شوي دي. ستاسو په نظر، دا بې باوري او ناهیلي ولې رامنځته شوې؟
عباسي: زه موافقه یم. دا بې باوري له دې امله رامنځته شوې چې د افغانستان خلک د خبرو له اورېدو ستړي شوي دي. دوی نور یوازې اعلامیه نه غواړي، بلکې د عملي اقدام تمه لري. ځینې کارونه د نړیوالې ټولنې په توان کې وو، خو لازم اقدام نه دی شوی. د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو نقض یوازې یوه کورنۍ مسأله نه ده، بلکې په نړیواله کچه د بشري حقونو پر وړاندې جدي برید دی او باید له پامه و نه غورځول شي.
موږ د یوې داسې نړۍ په اړه خبرې کوو چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري او دا خبره عادي شوې ده. خو که دا ډول پېښه په بل ځای کې وشي، غبرګونونه به خورا توپیر ولري. له بده مرغه، ځکه دا افغانستان دی، نړۍ لږلږ د دغه وضعیت له اورېدو سره عادت شوې او عادي یې ګڼي.
دا راته درک وړ ده چې چې د بشري حقونو فعالان او د افغانستان خلک ولې بې باوره او ناهیلي دي. دا سمه ده چې همدردي اړینه ده او هېوادونه د همدردۍ له مخې غبرګون ښيي، خو موږ تر هرڅه زیات عملي اقداماتو ته اړتیا لرو. دا هېوادونه پر طالبانو د فشار وسیلې لري او که وغواړي، کولای شي دا محدودیتونه له خلکو لیرې کړي.
۸صبح: د بشري حقونو شورا شپېتمې غونډې یا د بشري حقونو شورا د خبرو بهیر روان دی. که دا پړاو د تېرو پړاوونو سره پرتله کړئ، ستاسو په نظر د طالبانو، د ښځو وضعیت او د بشري حقونو د پراخ نقض په تړاو د هېوادونو په خبرو او چلند کې کوم توپیر لیدل کېږي؟ ایا په غبرګونونو یا سیاستونو کې کوم پرمختګ شته؟
عباسي: د بشري حقونو د شورا د خبرو وروستي پړاو خورا توپیر درلود او له اعلامیو هاخوا ګامونه پورته شول. د بشري حقونو د نقض د څېړنې لپاره یو میکانیزم تصویب شو. لږ تر لږه اروپايي ټولنې خپل دریځ بدل کړ، د افغانستان د مدني ټولنې غږ یې واورېد او دا میکانیزم یې وړاندیز کړ، چې یو ستر ګام دی.
۸صبح: په یوه ځپونکې فضا کې د بشري حقونو د نقض مستند کول څومره ستونزمن دي؟ تاسو له کومو خنډونو سره مخ یاست؟
عباسي: په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مستند کول خورا ستونزمن شوي دي. په هېواد دننه د راپورونو چمتو کولو لپاره تګ راتګ شونی نه دی او خلک د طالبانو له وېرې خبرې نه شي کولای. ډېری وخت موږ نه پوهېږو چې په افغانستان کې څه تېرېږي. هغه راپورونه چې چمتو کېږي، یوازې د ریښتیني وضعیت یوه کوچنۍ برخه ښيي. طالبان د مستند کولو او راپور ورکولو اجازه نه ورکوي، او وضعیت له هغه څه څخه خورا خراب دی چې موږ یې اورو یا پوهېږو. زه په ډاډ سره ویلی شم چې موږ د افغانستان د وضعیت عمومي انځور ترسیمولای شو، خو په ریښتینې توګه نه پوهېږو چې هلته څه تېرېږي—وضعیت له هغه څه څخه خورا وحشتناک دی چې په رسنیو کې یې لولو یا اورو.
۸صبح: په جلا وطنۍ کې د افغانستان د مدني ټولنې رول څنګه ارزوئ؟ ایا د هغوی غږ په کافي اندازه اورېدل کېږي؟
عباسي: زه د افغانستان د مدني ټولنې رول ستایم. دا ټولنه یوه خورا پیاوړې، زړوره او د اصولي اړیکو شبکه ده. په تېر یوه کال کې مې د له هغوی سره د نږدې همکارۍ ویاړ درلود او له نږدې مې ولیدل چې دوی څومره په زحمت، له ځانه تېرېدو او ژمنتیا سره کار کوي. ساعتونه او ورځې له کمې تمې پرته او په رضاکارانه توګه د مستند کولو، عدالت غوښتنې او د خلکو د حقونو د ملاتړ لپاره تېروي.
په جلا وطنۍ کې د افغانستان مدني ټولنه یوه نسبتاً نوې پدیده ده. څلور کاله کېږي چې موږ ټول له درد، رنځ او غم سره ژوند کوو؛ له خپل هېواده شړل شوي یو او نور نه شو کولای افغانستان ته ستانه شو. زموږ کورنۍ، ملګري او زموږ د ژوند لویه برخه لا هم هلته ده. په کډوالۍ کې موږ عادي ژوند نه لرو.
د افغانستان مدني ټولنه سره له دې چې په کافي اندازه یې غږ نه اورېدل کېږي، خو هېڅکله یې له هیلې او هڅو لاس نه دی اخیستی. هغوی نه یوازې د بشري حقونو د نقض د څېړنې لپاره د یوه میکانیزم د جوړولو لپاره هڅه کړې، بلکې د جنسیتي اپارټایډ د رسمیت پېژندلو او د طالبانو د مشروعیت مخنیوي لپاره هم په جدي توګه کار کوي.
۸صبح: د ښځو اعتراضي غورځنګونو او په تېرو څلورو کلونو کې د هغوی اعتراضونو په نړیوالو پالیسیو او اعلامیو، په تېره بیا د بشري حقونو په برخه کې څه رول درلود؟ نن ورځ دا غږونه چېرته دي او په نړیواله کچه څنګه اورېدل کېږي؟
عباسي: په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو اعتراضونو لږ تر لږه د طالبانو د رسمیت پېژندلو مخه نیولې ده. افغان ښځې په رښتیا خورا زړورې دي. کله چې له لېرې دوی ته ګورم، حیرانېږم چې دا ټوله زړورتیا او له ځانه تېرېدل څنګه په یوه ځای راټول شوي دي؛ هغه ښځې چې د درد، رنځ، فشار او خطر سره سره لا هم ولاړې دي او مبارزه کوي.
لا هم په افغانستان کې دننه معترضې ښځې شته. سره له دې چې دوی له نږدې ټولو بشري حقونو محرومې شوې، خو هیلې یې نه دي له لاسه ورکړي، او دا الهامبښونکی ده. ښایي د دوی غږ په بشپړه توګه ونه اورېدل شي، خو له پامه غورځول یې هم ناممکن دي. د افغانستان د ښځو غږ خورا پیاوړی دی او بابېزه نه شي ګڼل کېدای. په هېواد دننه ښځې، هر کله چې یوه پېښه رامنځته شي، ان کله چې طالبان دوی ته د سړک پر سر د اعتراض اجازه نه ورکوي، په بېلابېلو لارو اعتراض کوي.
چادري اغوندي، سندرې وايي، مخ پټوي، نڅا کوي—دا اعتراضونه ښکلي، ارزښتمن او الهامبښونکي دي. ناممکنه ده چې دا غږونه ونه اورېدل شي.
په ډېری مواردو کې، نړیوال هېوادونه کله چې د افغانستان په اړه پریکړه کوي، لومړی خپلې ملي ګټې ارزوي او په لومړیتوب یې راولي. دا یو تریخ خو نه انکارېدونکی واقعیت دی. سره له دې،افغان ښځو په دې منځ کې یو خورا پیاوړی کار کړی چې پر ټولو نړیوالو پالیسیو یې اغېز کړی دی.
۸صبح: له نړیوالې ټولنې څه تمه لرئ؟ او په لنډه موده کې کوم اقدام اغېزناک کېدای شي؟
عباسي: زه تمه لرم هغه هېوادونه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستان کې حضور درلود، د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي او د هغوی ترڅنګ ودرېږي. دوی باید نه یوازې همدردي څرګنده کړي، بلکې د طالبانو د فشار او حساب ورکولو لپاره له نړیوالو وسیلو کار واخلي. که نړیوالې محکمې وي، که نړیوال میکانیزمونه، یا د طالبانو پر وړاندې د دوی د سیاستونو بدلون—دا ټول مهم دي. دوی له طالبانو سره خبرې کوي؛ هغه کسان چې په دوحه او کابل کې له طالبانو سره مذاکره کوي، باید خپل چلند روښانه کړي، دا مشخصه کړي چې په کومو موضوعاتو له طالبانو سره خبرې کوي او په کومو برخو کې غواړي له طالبانو سره نرمښت وښيي. د بېلګې په توګه، په تېرو څلورو کلونو کې ټولو مذاکراتو او تعاملاتو طالبانو ته کوم امتیازات ورکړي او کوم بدلونونه یې راوستلي چې دوی یې د دوام اراده لري؟
دا یوه ښه فرصت دی چې نړیواله ټولنه د افغانستان په تړاو لنډه بیا کتنه وکړي او خپل سیاستونه له سره وڅېړي. همدارنګه، دوی باید د افغانانو غږ واوري؛ هغه تېروتنې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې شوې او هغه ناکامۍ چې د هېواد او خلکو د نه پېژندلو له امله رامنځته شوې او په پایله کې یې د حکومت سقوط ته لاره هواره کړه، باید په روښانه توګه مطرح او وڅېړل شي.
زما لپاره د افغانستان سقوط یوازې د ۲۰۲۱ کال په اګست پورې محدود نه دی، بلکې د ۲۰۲۰ کال فبروري ته ورګرځي؛ هغه وخت چې امریکا له طالبانو سره مستقیم د سولې تړون لاسلیک کړ او افغان حکومت یې په بشپړه توګه منزوي کړ. د افغانستان په سقوط کې دا ټول عوامل مسوول دي او لکه څنګه چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې مسوولیت لري، باید ځواب ورکوونکي هم وي.
۸صبح: که له افغانستانه نن په پراخه کچه په نړۍ کې یوازې یو روایت واورېدل شي، تاسو غواړئ چې هغه باید کوم روایت وي؟
عباسي: زه غواړم د افغانستان دننه د زړورو ښځو روایت واورېدل شي، هغه ښځې چې په دې ورځو کې تسلیم شوې نه دي. زه غواړم د هغې ۱۲ یا ۱۳ کلنې نجلۍ روایت واورېدل شي چې د هلمند په یوه کلي کې لا هم یوه پټ ښوونځي ته ځي، هڅه کوي باسواده شي او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره کار وکړي. یا هغه تنکۍ نجلۍ په کابل، پنجشېر یا دایکندي کې چې لا هم د طالبانو د ښځو ضد تګلارو پر وړاندې خپل اعتراض د ویډیو په ثبتولو او خپرولو سره څرګندوي.
د افغانستان دننه هره مور خپلو لوڼو ته د هغه څه په اړه بېلابېله کیسه لیږدوي چې طالبان یې نن روایت کوي، او د هیلې انځور جوړوي. که باید یو روایت واورېدل شي، زه غواړم د افغان د ښځو د مقاومت روایت دې وي. که زه وغواړم افغانستان د یو څه له مخې وپېژنم، غواړم د افغان د ښځو د مقاومت له لارې وي.
۸صبح: په پای کې، د هغو ښځو او ځوانانو لپاره چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي، کوم پیغام لرئ؟
عباسي: هغه ښځې او ځوانان چې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي، هر یو یې الهامبښونکي دي. د دوی غږ په کور دننه، هغه غږونو ته چې موږ یې له افغانستانه بهر لرو، انرژي ورکوي. د یو داسې چا په توګه چې په یوه بنسټ کې کار کوم او د بشري حقونو د نقض د مستند کولو مسوولیت لرم، غواړم دوی پوه شي چې د دوی زړورتیا او کړنې ماته انرژي راکوي څو د افغانستان لپاره هڅه وکړم. هیله لرم دوی په یوه ښه باور ولري او پرځان وویاړي. هغوی د افغانستان راتلونکی دي
دوی د افغانستان راتلونکی دی او که موږ له طالبانو د وروسته د افغانستان په اړه وغږیږو، نو دا د هرې ښځې د غږ د ثابت قدمۍ او زغم محصول دی.





