۸صبح، کابل: د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په نورستان کې له سختو سېلابونو وروسته ځپل شوې کورنۍ سرپناه، د څښلو پاکو اوبو او خوراکي توکو ته بیړنۍ اړتیا لري.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د چنګاښ پر ۳۱مه راپور ورکړی چې د اوښتو زیانونو پر ارزولو او د بیړنیو مرستو په راټولولو بوخت دی څو د ځپل شویو کورنیو لاسنیوی وکړي.
ناڅاپي سېلابونو د زیربناوو له پراخو ویجاړولو سربېره، کورونو ته هم درانه زیانونه اړولي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دغو سېلابونو کې ۲۳ کسان مړه او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
ملګرو ملتونو ټينګار کړی چې د دغو سېلابونو پایلې د زیربناوو له ویجاړېدو ډېرې دي او دا مهال ګڼې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.





