۸صبح، کابل: د ایران د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې عمومي منشي حسین ذوالفقاري په افغانستان کې د نشهيي توکو د کرکيلې د بېرته زیاتېدو خبر ورکړی دی.
ایراني رسنیو يکشنبه د لړم پر ۲۴مه، راپور ورکړی چې ذوالفقاري دغه څرګندونې په تهران کې د عمان له سفیر یعرب بن قحطان البوسعیدي سره په کتنه کې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو له خوا د نشهيي توکو د پر کرکيلې له بندیز سره سره، دغه بهیر تر څو کلونو کمېدو وروسته یو ځل بیا زیات شوی دی.
ذوالفقاري د نشهيي توکو کرکيله او قاچاق یوه نړیواله ننګونه بللې او ویلي یې دي چې له دې پلوه رامنځته کېدونکی ګواښ تر جګړو هم ډېر دی.
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وروستی راپور هم په افغانستان کې د نشهيي توکو د کرکيلې زیاتوالی تاییدوي.
دغه دفتر تر دې وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکيله د تېر کال پرتله ۳۳۰ سلنه او د تریاکو تولید ۴۰۰ سلنه زیات شوی دی.






