د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یورانیمو د بډایه کولو د درولو لپاره د جرمني غوښتنه رد کړې ده.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، بقايي یکشنبه د نومبر پر ۱۵مه ویلي چې ایران د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT) د غړي په توګه د یورانیمو د غني کولو حق لري.
بقايي زیاته کړې: «د یورانیمو د بډایه کولو حق د ایران لپاره داسې امتیاز نه دی چې جرمني، فرانسې یا نورو هېوادونو ورکړی وي.»
بقايي د اټومي انرژۍ پر نړیوال اژانس په اصفهان ښار کې د یورانیمو د بډایه کولو د نویو تاسیساتو د جوړولو پر اټکلونو نیوکه کړې ده.
نوموړي ویلي چې اژانس له امریکا او اسراییلو سره د جګړې له کبله، د ایران اټومي تاسیساتو ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی.
بقايي د احتمالي نویو بریدونو په اړه د ایران د غبرګون په تړاو ویلي چې تهران «هېڅ برید بېځوابه نه پرېږدي».






