ټاکل شوې چې ایرانی پوځ ځينو داوطلبو ملکیانو ته لومړنۍ پوځي روزنه ورکړي.
د ایران وېسټ اسیا نیوز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پروګرام د «جانفدا» په نوم د اکټوبر له ۴مې په تهران کې په درېیو مرکزونو کې پیلېږي.
د ایران د پوځ د روزنې او روزنیزو چارو مرستیال محمدرضا علیاننژاد ویلي، د دغه هېواد د پوځ د څلورو برخو ځواکونه به د داوطلبانو د روزنې مسوولیت ولري.
د نوموړي په خبره، داوطلبان به لومړی لومړنۍ پوځي روزنه ترلاسه او وروسته به پرمختللې دورې هم بشپړې کړي.





