د کابل ځينې اوسېدونکي د الکترونیکي کریډیټ کارت یا «اکسپریس پی» سیسټم د بیا فعالېدو غوښتنه کوي. هغوی وایي، دا سیسټم چې کلونه وړاندې د مخابراتي خدماتو د اسانتیا لپاره رامنځته شوی و، اوس له کاره لوېدلی او ځینې ماشینونه یې هم له خپلو پخوانیو ځایونو ورک شوي یا د نورو چارو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي. دغو اوسېدونکو زیاته کړې چې د دا ډول سیسټمونو دوامداره فعال ساتل خلک د برېښنايي لارو چارو کارولو ته عادت کوي او د دودیزو تادیاتو اړتیا کموي.
«اکسپریس پی» سیسټم په ۱۳۹۱ کال کې د کابل، مزارشریف او جلال اباد په ځينو برخو کې نصب شوی و او موخه یې د مخابراتي شبکو د پېرېدونکو لپاره د کریډیټ زیاتولو خدمات برابرول و. کاروونکو کولی شوای د مخابراتي شبکې په غوره کولو، د کریډیټ په مشخصولو او د نغدو پیسو په داخلولو، هماغه شېبه خپل سیمکارټ ته اړین کریډیټ ولېږي. تمه وه چې دا سیسټم په ځینو نورو ولایتونو کې هم فعال شي.
دغو اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې که «اکسپریس پی» سیسټم بشپړ او په پرمختللې بڼه فعال شي، باید د ورځنیو پېرودونو، د برېښنا د بیل او نورو کوچنیو تادیاتو د ورکړې اسانتیاوې هم ولري. هغوی وایي، د دې لپاره چې دغه سیسټم بیا له کاره ونه لوېږي، د «اکسپرس پی» ماشینونه دې منظم وساتل او که خراب شي پر وخت دې ترمیم شي. هغوی غواړي چې دغه ماشینونه دې په داسې ځایونو کې ولګول شي چې الکترونیکي تادیاتو ته د ښاریانو لاسرسی اسانه وي.
د کابل اوسېدونکی علي سینا وایي چې د «اکسپرس پی» سیسټم د فعالیت په کلونو کې ښاریانو ته غوره اسانتیاوې برابرې کړې وې، خو د نه پاملرنې له امله له منځه لاړ. د نوموړي په خبره، د دغه سیسټم له منځه تګ وروسته خلکو هم ورو ورو د هغه کارول هېر کړل. هغه زیاتوي چې د دغو خدماتو د درېدلو له لامله خبر نه دی، خو هغه سیسټمونه چې ښاریانو ته اسانتیاوې برابروي، باید له لنډې مودې وروسته له کاره ونه لوېږي.
د کابل دا اوسېدونکی وايي: «کله چې اکسپریس پی ماشینونه فعال و، شپه او ورځ توانېدو له محدودیت پرته کریډیټ اضافه کړو او ان خپلو ملګرو ته هم دا کار وکړو. دغه سیسټم ښه اسانتیا برابره کړې وه، خو له بده مرغه ژر له کاره ولوېد.»
د علي سینا په باور، که «اکسپریس پی» سیسټم بېرته فعال شي، باید الکترونیکي خدمات بېلابېلو برخو ته پراختیا ومومي.
د کابل یو بل اوسېدونکی حیاتالله هم د «اکسپریس پی» سیسټم د بېرته فعالېدو غوښتونکی دی. نوموړی وايي چې دا سیسټم دې خلکو ته پراخ خدمات وړاندې کړي. هغه وړاندیز کوي چې د برېښنا بېل دې هم د دغه سیسټم په مرسته شونی شي څو هېوادوال وکړای شي خپل ځينې تادیات د «اکسپریس پی» سیسټم له لارې ورکړي.
حیاتالله وايي: «که تادیات ډيجیټلي وي، خلک کولی شي له کوره یا د یوه ماشین په مرسته، خپل بېلونه ورکړي. دا کار هم اسانتیا رامنځته کوي او هم کولی شي په بانکونو کې له ګڼې ګوڼې مخنیوی وکړي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی سلطان علي وايي چې د «اکسپریس پی» سیسټم بیافعالېدل هغه مهال اغېزمن تمامېدای شي چې پرمختللي او نوي ماشینونه د زړو هغو ځای ونیسي. نوموړی وايي چې د دغه سیسټم د نوي کولو لپاره په نورو هېوادونو لکه ایران کې دې له ورته بېلګو کار واخیستل شي.
سلطان علي وايي: «که دا ماشینونه بیا فعال شي، ښه به وي پرمختللې بڼه یې وکارول شي؛ لکه هغه سیسټمونه چې په ایران کې دي او خلک کولی شي له کارټ او الکترونیکي بڼو کار واخلي. په دې سره د نغدو پیسو کارونه کمېږي.»
د کابل اوسېدونکی شکیب بیا وايي چې د «اکسپریس پی» سیسټم په بېرته فعالېدو دې د نصب ځای او خدماتو بڼې ته هم پام وشي. نوموړی زیاتوي چې که دا ماشینونه د ښار په مناسبو ځایونو او نویو امکاناتو نصب شي، کولی شي د ترانسپورټ کرایې او ټکټ پېرلو لپاره هم ترې ګټه واخیستل شي.
شکیب وايي: «دا داسې ماشینونو شته والی خلکو ته ګټور تمامېدای شي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې انټرنېټ ته لاسرسی نه وي یا د انټرنېټ بیه ورته لوړه وي. که دا سیسټم په پرمختللې بڼه فعال شي، کولی شي ډېر نور خدمات لکه د ترانسپورټ کرایه او د ټکټ اخیستلو لپاره ترې هم کار واخیستل شي.»
د «اکسپرس پی» سیسټم د مخابراتي شبکو د پېرېدونکو لپاره د کریډیټ زیاتولو خدماتو د برابرولو په موخه فعال شوی و او ټاکل شوې وه چې د فعالیت ساحه یې د هېواد نورو برخو ته هم پراخه شي.
په راتلونکو کالو کې دغو خدماتو په پراخه کچه دوام ونه موند او د «اکسپریس پی» ځينې ماشینونه هم له نصب شویو ځایونو ورک شوي دي. اوس د مخابراتي شبکو پېرېدونکي د کریډیټ زیاتولو لپاره له ډیجیټلي لارو، لکه «میټيیو» او «ډینګ» اپلېکېشنونو ګټه اخلي.
د کابل اوسېدونکي وایي چې که «اکسپریس پی» یو ځل بیا فعال شي، له نوې او پرمختللې ټکنالوژۍ دې پکې کار واخیستل شي او د برېښنا د بیلونو، ورځنیو پېرودنو او نورو کوچنیو تادیاتو په څېر خدمات دې هم پکې برابر شي. هغوی غواړي چې دا ماشینونه دې د ښار په مناسبو ځایونو کې نصب او په منظم ډول وساتل شي، څو که خراب شي پر وخت بېرته ترمیم شي.
اوس په افغانستان کې څو مخابراتي شرکتونه غږیز او انټرنېټي خدمات وړاندې کوي او د کریډیټ زیاتولو چارې هم له بېلابېلو لارو لکه د Me and You او ډینګ اپلېکېشنونو په ګډون، ترسره کېږي.





