د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ایراني پلاوي دوه غړي له امریکا شړل شوي دي.
اکسیوس شنبه د اکتوبر پر ۳مه د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغو دوو ډیپلوماټانو ته د سملاسي وتلو ویلي و، خو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له پای ته رسېدو څو ورځې وروسته هم پاتې و.
د دغه چارواکي په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ بیا په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ ته خبر ورکړی و چې په نیویارک کې د دغو دوو ډیپلوماټانو له حضوره خبر دي او ترې غوښتي یې دي چې سملاسي امریکا پرېږدي.
دغه چارواکي زیاته کړې چې یو ډیپلوماټ د جمعې پر ماښام او بل یې د شنبې پر سهار له امریکا ووت.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅو کوم ځای نه دی نیولی.





