د ایران مرستیال ولسمشر محمدرضا عارف ویلي چې هېواد یې راتلونکو دوو کالو ته د اړینو زېرمو پر چمتو کولو بوخت دی.
فارس خبري اژانس شنبه د اګست پر لومړۍ دا څرګندونې د محمدرضا عارف له قوله لیکلې خو د دغو زېرمو د بڼې په اړه یې څه نه دي ویلي.
عارف ویلي چې د خلکو ارام ساتل به لا هم د حکومت لومړیتوب وي.
نوموړي زیاته کړې چې حکومت یې «تر ټولو ناوړو» شرایطو ته هم پر پلان جوړولو بوخت دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په سیمه کې جګړه زیاته شوې او ایران له سیاسي او امنیتي فشارونو سره مخ دی.





