پاکستان له ایران سره د ګبد – ریمدان سرحدي لار له یوې اوونۍ بندولو وروسته پرانېستلې ده.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې شنبه د اکتوبر پر ۲۵مه راپور ورکړی چې د بلوچستان ایالت په ګوادر کې له دغې لارې سوداګریز فعالیتونه بېرته پیل شوې دي.
د ګوادر د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر میر نوید جان کلمتي ویلي چې د شنبې له سهار راهیسې باروړونکو موټرو او نورو هغو وسایطو چې وارداتي او صادراتي توکي لېږدوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ اجازه ترلاسه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د توکو د لېږد له بیا پیل سره به په پاکستان کې د اوبلنو ګازو او د انرژۍ او خوراکي توکو بیې ولوېږي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر پر ۱۷مه یو ناڅاپه له ایران سره د ګبد – ریمدان او تفتان سرحدي لارې وتړلې.





