۸صبح، کابل: د ایران له نشه یي توکو سره د مبارزې بنسټ مرستیال محمد مسعود زاهدیان وايي چې دغه هېواد ته د نشه یي توکو قاچاق زیات شوی دی.
ایسنا خبري آژانس شنبې د لیندۍ په ۵مه د یوه ایراني چارواکي له قوله ویلي چې د نشه يي توکو د قاچاق د زیاتوالي لامل له افغانستانه د سویلي لارې فعالېدل دي.
د زاهدیان په وینا، له دې لارې نشه يي توکي له عمان سیند څخه فارس خلیج ته لېږدول کېږي او د ایران وچو پولو ته داخلېږي.
هغه زیاته کړې: «په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان پر څه د پاسه ۲۲۰ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو او ۷۶ سلنه دا کروندې هم د ایران پولو ته نږدې ولایتونو کې دي.»
له دې مخکې، هندي، روسي او ایرانیو چارواکو په ځلونو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کوکنارو او نشه یي توکو د کښت او تولید د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.