د ایران د دفاع وزارت سرپرست مجید ابنالرضا ویلي چې د جګړې پر مهال د دغه هېواد د بېپیلوټه الوتکو تولید درې برابره پراخ شوی دی.
الجزیرې شنبه د جولای پر ۱۱مه راپور ورکړی چې مجید ابنالرضا دا زیاتوالی په ټيکنالوژۍ کې د پانګونې او د کورنیو وړتیاوو پراخوالی ګڼلی دی.
ابنالرضا ویلي چې وروستۍ جګړې وښوده چې ایراني کارپوهان او په ټيکنالوژۍ کې پانګونه، د دغه هېواد د دفاعي ځواک مهم عوامل دي.
نوموړي زیاته کړې چې د جګړې په اوج کې هم د ایران دفاعي تولیدات ونه درېدل او د بېپیلوټه الوتکو د تولید ظرفیت درې برابره زیات شوی و.
امریکا او اسراییلو د روان کال د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل چې په پایله کې د دغه هېواد د پخواني مذهبي مشر علي خامنهيي په ګډون ګڼ چارواکي ووژل شول.





