د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد پر وړاندې د امریکا له خوا د بریتانیا د پوځي اډو کارونه غندلې ده.
نوموړي وزارت پنجشنبه د جولای پر ۲۳مه په خپاره کړي بیان کې د ایران پر وړاندې د بریتانیا د پوځي اډو او تاسیساتو کارونه د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «داسې اقدام د ایران پر وړاندې یرغل کې د مشارکت مانا لرلی شي.»
ایران له امریکا او اسراییلو سره په بریدونو کې مرسته، په یرغل او جنګي جنایتونو کې همکاري بللې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت بریتانیا تورنه کړې چې د تېري کوونکو د غندلو پر ځای یې تر څنګ درېدلې ده.
ایران ویلي چې له خپل حاکمیت څخه به دفاع وکړي او خبرداری یې وکړی چې که هر هېواد د ایران پر وړاندې بریدونو کې مرسته وکړي، له پایلو سره به یې مخ شي.





