د ایران مذهبي مشر مجتبا خامنهيي ویلي چې د امریکا د منځمهالو ټاکنو پایلې او تهران ته امتیاز ورکول به له واشنګټن سره د ایران په دوښمنۍ کې کوم بدلون رامنځته نه کړي.
نوموړي چهارشنبه د نومبر پر ۴مه خبرداری ورکړی چې که امریکا بیا برید وکړي، د تهران غبرګون به ډېر پراخ وي.
خامنهيي په سیمه کې پر امریکايي اډو بریدونه او د هرمز تنګي مدیریت د امریکا د «سلطې» پر وړاندې د تهران د مبارزې یوه برخه بللې ده.
د ایران مذهبي مشر زیاته کړې: «امریکا د خپلې سلطې پای لرې ویني، خو موږ یې نږدې بولو.»
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف هم ویلي و چې امریکایانو له جګړې سره مخالفت کړی دی.
له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم منلې چې له ایران سره جګړې په منځمهالو ټاکنو کې د جمهوريپالو په ماتې کې ونډه لرلې، خو بیا یې هم د جګړې د پیلولو له پرېکړې دفاع کړې ده.





