۸صبح، کابل: د نجونو د تحصيل د ممنوعیت په تړاو د طالبانو له فرمانه دوه ورځې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تهران هیله لري چې طالبان ژرترژره د خنډونو په لېرې کولو سره، د نجونو د تحصيل د بېرته پیلېدو زمينه برابره کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني پنجشنبه د مرغومې پر لومړۍ نېټه ويلي: «د ايران اسلامي جمهوريت د افغانستان د ګاونډي او په دغه هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ د لېوال هېواد په توګه په افغانستان کې د نجونو او ښځو د لوړو زدهکړو پروړاندې د خنډونو د شتون پر خبر خواشينی شوی دی.»
هغه زیاته کړې، افغان نجونې باید د زدهکړو له حقه د ګټې اخیستنې ترڅنګ د افغانستان په پرمختګ او سوکالۍ کې لا زیات رول ولوبوي.
د يادونې وړ ده، چې د نجونو پر تحصيل د بنديز په تړاو د طالبانو وروستۍ پرېکړې غبرګونونه راپارولي دي.