د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د بریکس سرمشریزې په شپاړسمه ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ځي.
ایراني رسنیو شنبه د تلې پر ۲۸مه راپور ورکړی چې پزشکیان به درې ورځې وروسته روسیې ته سفر وکړي.
د راپورونو له مخې، نوموړی به په دغه سفر کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره هم خبرې اترې وکړي.
دغه راز، پزشکیان به د چین له ولسمشر شي جینپينګ سره هم وګوري.
ایرانی ولسمشر له دې مخکې ترکمنستان ته تللی و.





