د ايران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په اردن کې يې د «ازرق» په هوايي اډه کې د امريکا د اف-۱۵، اف-۱۶ او اف-۳۵ جنګي الوتکو د ساتنې ځایونه په نښه کړي او د امريکا يو شمېر MQ-۹ بېپيلوټه الوتکې يې هم له منځه وړي دي.
فارس خبري اژانس چهارشنبه د جولای پر ۱۵مه، راپور ورکړی چې سپاه پاسداران دغه امريکايي اډه په ايران کې د امريکا ډ پوځ د بريدونو په غبرګون کې په نښه کړې ده.
د راپور له مخې، سپاه پاسداران ادعا کړې چې پر ايران د امريکا د بريدونو ډېره برخه په اردن کې د «ازرق» له هوايي اډې ترسره کېږي.
سپاه پاسداران د اردن له خلکو هم غوښتي چې په خپل هېواد کې د امريکا د پوځي اډو پر ضد اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو ورځو کې د ايران او امريکا ترمنځ پوځي نښتې زياتې شوې او په سيمه کې د يوې پراخې جګړې د بيا پيلېدو په تړاو اندېښنې هم ډېرې شوې دي.





