د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي نندارې ته د «بمونو د پلار» په نوم د یوې نوې وسلې د وړاندې کولو لپاره د دغه هېواد د چمتووالي خبر ورکړی دی.
محبي چهارشنبه د اکټوبر پر ۲۱مه، ویلي چې ایران نندارې ته د دې وسلې د وړاندې کولو لپاره چمتووالی نیسي او دا یې د دښمن پر وړاندې یوه نوې وړتیا بللې ده.
هغه د دې وسلې د ځانګړنو او وړتیاوو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د سپاه پاسداران ویاند همداراز ویلي چې د ایران د توغندیو واټن، تخریبي ځواک او دقت زیات شوی دی.
هغه زیاته کړې چې د ایران پوځي ستراتیژي به پر نامتقارنې جګړې متمرکزه وي او دغه هېواد به د بریدونو پر وړاندې تعرضي ځواب ورکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ د ایران د اټومي تاسیساتو د په نښه کولو لپاره د «بمونو د مور» په نوم د درانه بم د کارولو احتمال مطرح کړی و.
دا بم چې د GBU-۴۳/B په نوم پېژندل کېږي، شاوخوا ۹ زره او ۸۰۰ کیلوګرامه وزن لري او د امریکا په پوځي زېرمتون کې له سترو غیر اټومي دوديزو بمونو ګڼل کېږي.





