د ایران مرستیال ولسمشر وايي چې امریکا د تهران امنیتي او دفاعي محاسبې بدلې کړې او خبرداری یې وکړی چې ځواب به یې «نامتقارن او څو اړخیز» وي.
الجزیرې پنجشنبه د سپټمبر پر ۳مه راپور ورکړی چې د ایران مرستیال ولسمشر محمدرضا عارف ویلي چې امریکا دې د «تېلو او سونتوکو د زېرمه کولو» غم وخوري.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د امریکا اقتصاد ته تورې ورځې په تمه دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې واشنګټن چمتو دی هر وخت یې چې زړه وغواړي پر ایران برید وکړي.
ټرمپ زیاته کړې چې تمه نه لري د نښتو تازه لړۍ دې اوږده موده دوام وکړي.
د امریکا ولسمشر ادعا کړې چې واشنګټن پر هرمز تنګي کابو بشپړ کنټرول لري.





