د عراق د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې سعودي عربستان ته د دغه هېواد له خاورې د بې پيلوټه الوتکو له بریدونو وروسته یو عراقي پوځي قوماندان له دندې ګوښه شوی دی.
رویټرز شنبه د سپټمبر پر ۱۲مه، راپور ورکړی چې دغه عراقی قوماندان نن سهار د سعودي عربستان د تېلو پر يوه نللیکه د عراق له خاورې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله له دندې ګوښه شوی دی.
د راپور له مخې، د عراق د لومړي وزیر دفتر ویلي چی شويو څېړنو تایید کړې چې پر سعودي عربستان د بې پیلوټه الوتکو د وروستيو بریدونو سرچینه د عراق خاوره وه.
د عراق د لومړي وزیر دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پوځي قوماندان د عراق د سوېل په میسان ولایت کې د عملیاتو مشري پر غاړه لرله.
دا په داسې حال کې ده چې په فارس خلیج او سره سمندرګي کې د ترينګلتياوو له زیاتېدو وروسته، د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د عراق له خاورې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي دي.





